د لاس رسي وړ اتصالات

درانی: د افغانستان مسلې پاکستان ته تر هند ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي


دراني وویل:" له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو وروسته دا هیله وه چې په افِغانستان کې سوله به په سیمې کې د سولې سبب شي، خو دا ډول توقعات لنډمهاله وو."
دراني وویل:" له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو وروسته دا هیله وه چې په افِغانستان کې سوله به په سیمې کې د سولې سبب شي، خو دا ډول توقعات لنډمهاله وو."

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وایی چې په تیرو شاوخوا څلورو لسیزو کې د افغانستان مسلې د ځاني او مالي زیان له پلوه پاکستان ته د هند سره ددغه هیواد د دریو تیرو جګړوڅخه زیات زیان اړولی دی.

د پاکستان د ډاڼ انګلیسي ژبې ورځپاڼې د راپور له مخې، اصف دراني د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (غوايي پنځمه) په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت "آی ایس ايس آی" او د جرمني د فریډریک ایبرټ سټيفټنګ " FES " د ادارې له خوا په ګډه د جیوپولیټکل لرلید له مخې د پاکستان راپورته کیدلو تر عنوان لاندې یوې جوړې ‏غونډې ته وویل چې په تیرو دوو لسیزو کې د تروریزم سره په جګړه کې ۸۰ زره پاکستانیانو ژوند له لاسه ورکړی اوهیواد یې لا هم په دې جګړه کې خپل مړي او ټپیان شمیري.

ښاغلي دراني وویل:" له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو وروسته دا هیله وه چې په افِغانستان کې سوله به په سیمې کې د سولې سبب شي، خو دا ډول توقعات لنډمهاله وو."

هغه وویل چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ډلې بریدونه ۶۵ سلنه زیات شوي او په ځانمرګي بریدونو کې ۵۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي دراني وویل:" پرپاکستان باندې د ' ټي ټي پي' بریدونه زیات شوي په داسې حال کې چې ددغې ډلې له خوا د افغانستان له خاورې کار اخسیتل د پاکستان لپاره جدي اندیښنه ده. په دې برخه کې یو بل د اندیښنې اړخ په دغو بریدونو کې د افغانانو ګډون دی."

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي وویل چې پاکستان پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل وروسته ډیر زیات زیان لیدلی دی.

هغه وویل:" د سپټمبر د یوولسمې نېټې بریدونو وروسته، نړیوال نظم پر پاکستان منفي اغېزه کړې؛ د اته زرو امنیتي سرتیرو په ګډون په کې ۸۰ ‏‎زره ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او د اټکل له مخې د هیواد اقتصادي فرصتونو ته هم د ۱۵۰ میلیاردو ډالرو زیان اوښتی دی."

په واشنګټن کې د افغانستان یو پخواني دپلومات صفي الله دلاور امریکا غږ ډیوه ته د ښاغلي دراني ددغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان تل د افغانستان او افغانانو پر سر له نړیوالو پيسې اخیستي دي.

ښاغلي دلاور وايي، پاکستان چې د افغانستان په نوم څومره ګټه کړې هغه یې له هند یا کوم بل هېواد څخه نه ده کړې، خو هغه ضرر چې یې افغانستان ته رسولی هم د پاکستان له خوا کوم بل هېواد ته په دې کچه نه دی رسېدلی.

ښاغلي دلاور وویل:"پاکستان د افغانستان د جهاد په نامه، ناټو ته د خپلې خاورې له لارې د پوځي اکمالاتو او د افغان کډوالو پر سر په بیلیونونو ډالره له امریکا او نړیوالو اخیستي دي، خو همدا پاکستان بیا د افغانستان د جمهوري نظامونو پرضد ترهګر روزلي، ساتلي او جګړو ته یې استولي تر څو چې یې پرې په کابل کې جمهوري نظام ړنګ کړ."

په اسلام باد کې ددې ګډې غوندې یو شمیر نورو وینا کوونکو ددغو مسلو په اړه خپل وړاندیزونه هم د کنفرانس ګډون کوونکو سره شریک کړل.

دغو ویناکوونکو د افغانستان په مسلې د غور لپاره د پاکستان له حکومت څخه د یو فعال چلند د خپلولو او د یوې هراړخیزې ستراتیژۍ د ترتیبولو غوښتنه وکړه.

دغو ویناکوونکو په دې برخه کې د سیمه ییز ډیالوګ د اړتیا، افغانستان سره د سرحد مدیریت او د کډوالو اړوند مسلو باندې د همکارۍ او ددغو چارو د مدیریت د اړتیاو یادونې هم وکړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG