د لاس رسي وړ اتصالات

میرمن غني: تحصیل کړي ځوانان دې هیواد ته ستانه شي


رولا غني د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې خبرې وکړي.
رولا غني د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې خبرې وکړي.

رولا غني وايي هغه افغانان چې بهر ته د تحصیل لپاره استول شوي باید بیرته افغانستان ته ستانه شي او د افغانستان په بیارغونې کې برخه واخلي.

د ولسمشر غني میرمن رولا غني د چهارشنبې په ورځ یې په واشنګټن کې د ستراتيژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې خبرې وکړي.

هغې وویل «هیله کوم، دا مو په یاد اوسي، دغه پیسې تاسو ته . . . درکول شوي دي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شئ او هلته د خپل هیواد په بیا رغونې کې برخه واخلئ

میرمن غني وویل چې په تیرو کلنو کې ډیر افغانان بهر ته د لوړو زده کړو لپاره استول شوي دي او ځینې یې په بهرکې پاته شوي دي.

میرمن غني وویل افغان محصیلنو چې په بهر کې یې تحصیلات کړې دي باید وپوهیږي چې هغه مصارف چې ورباندې شوي دي بیرته یې باید ادا کړی. هغې زیاته کړه چې ځوان افغانان باید دا درک کړي چې بیرته افغانستان ته ستانه شي او د خپل هیواد په بیا رغونې کې برخه واخلي.

رولا غني د ستراتيژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د افغان ښځو د وضعیت، د سولې په راوستلو کې د ښځو د رول، د خپل شخصي ژوند او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د ښځو عزم

د ولسمشر غني میرمن رولا غني وویل چې افغان ښځې غښتلي دي او پوره عزم لري چې د خپل ژوند د ښه کولو لپاره کار وکړي. خو هغې وویل چې [غربي] مطبوعات د افغان ښځو په اړه درست رپوټونه نه خپروي.

میرمن غني د ځینو ښځو مثالونه هم ورکړل. هغې د ملکه ثریا مثال ورکړ چې د تعلیم، په تیره بیا د ښځو د تعلیم په برخې کې، یې هڅې کړې وي. هغې وویل چې د افغانستان د معارف د سیستم په جوړولو کې د ملکه ثریا نقش و او د دغه سیستم برکت و چې ولسمشر غني خپلې زده کړې او لوړ تحصیلات ترسره کړل او د ولسمشرۍ مقام ته ورسید.

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د خبرو په مهال، رولا غني د جګړو نه مخکې د ښځو د حقوقو د وضعیت خبره وکړه. هغې وویل چې اسلام او د افغانانو کلتور ښځو ته حقوق ورکړي او دغه حقوق باید چې مراعت شي.

میرمن غني وویل په افغانستان کې د ښارونو او کلیو په ژوند کې تفاوت شته او فاصله مخ په زیاتیدو ده. هغې وویل چې که د دغه تفاوت د لېري کولو لپاره کار و نه شي نو په راتلونکي کې به د ښاري او کلیوالو سیمو ژوند دومره توپير ولري لکه په دوو جلا جلا هیوادونو کې توپیرونه موجود دي.

ښځې او سوله

د سولې په خبرو کې د ښځو د ونډې په اړه، میرمن غني وویل چې ښځو ته د سولې په خبرواترو کې د ونډه ورکولو په اړه د خبرو وخت نه دی.

هغې وویل چې «فکر نه کوم چې اوس یې وخت دی چې ښځې دې په خبرو کې برخه واخلي، دا ځکه چې خبرې نه دې پیل شوي.»

میرمن غني وویل چې ولسمشر غني د سولې د خبرو لپاره ډیرو ځایونو ته سفرونه کړي دي خو تر اوسه یې نتیجه معلومه نه ده. خو د افغان ولسمشر میرمن وویل چې په افغانستان کې ښځې باید چې د سولې د راوستلو لپاره په ټولنه کې خپل نقش ولوبوي.

د میرمن غني دفتر

میرمن غني وویل چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې یې په دفتر کې ۷ کسان کار کوي. هغې وویل چې پالیسي یې دا ده چې د دفتر دروازې یې د ټولو پرمخ خلاصې دي.

رولا غني وویل چې په لومړی ګام کې غواړي چې د خلګو، په تیره بیا د ښځو، په مشکلاتو ځان پوه کړي. هغې وویل چې افغان ښځې نه یوازې دا چې خپل مشکلات ورته وايي بلکه د دغو مشکلاتو د حل لارې هم ورته بیانوي.

د ولسمشر غني میرمن وویل چې «دوی معمولا دوی زما سره یوازې د خپلو مشکلاتو په اړه نه، بلکه د حل کولو په اړه یې هم خبرې کوي، دغه بیا زما لپاره کار آسانه کوي چې ورسره مرسته وکړم.»

میرمن غني وویل چې په افغانستان کې د جګړې ختمول او د امنیت راوړل د ولسمشر غني په لومړیتوبونو کې راځي او هغه ډاډه ده چې ولسمشر به په افغانستان کې سوله راولي.

میرمن غني زیاته کړه چې د دې په نظر د افغانستان لپاره، امنیت، مدیریت او بیارغونه په لومړیتوبونو کې راځي.

XS
SM
MD
LG