د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر کندهار ته تللی


د امریکا د دفاع وزیر د امریکايي عسکرو سره د کندهار په هوايي ډګر کې خبرې کوي.
د امریکا د دفاع وزیر د امریکايي عسکرو سره د کندهار په هوايي ډګر کې خبرې کوي.

د امریکا د دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ کندهار ته تللی و. هغه کندهار ته د دې لپاره تللی و چې د امریکايي او افغان پوځي قوماندانانو څخه د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې د پرمختګونو جاج واخلي.

د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر پرون په کابل کې د افغان چارواکو او امریکايي قوماندانانو سره خبرې وکړي. هغه وویل چې امریکا په افغانستان کې د تروریزم په ضد د خپل ماموریت په «جزئیاتو له سره غور» کوي.

کارټر وویل چې امریکا په دې باندې غور کوي چې آیا د خپلو ځواکونو د ایستلو پروسه ورو کړي او که نه.

د روان عیسوي کال په پیل کې، د امریکا په مشرۍ د ناټو محاربوي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسیدی او د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت پيل شو چې هدف یې د افغان ځواکونو روزنه ده.

ښاغلي کارټر خبریالانو ته وویل چې د امریکايي ځواکونو د ایستلو د موضوع په اړه به د مارچ په میاشتې کې، چې کله ولسمشر غني واشنګټن ته ولاړ شي، خبرې وشي.

پرون د یکشنبې په ورځ، کارټر د ولسمشر غني سره وکتل او د افغانستان نه دامریکايي ځواکونو د ایستلو او د طالبانو خلاف د جګړې په اړه یې ورسره خبرې وکړي.

ولسمشر غني وویل چې افغانستان، په تیره شپږ دیرش کلنه جگړه کې، تر دې وړاندې، هیڅکله د سولې دپاره دومره مناسب وخت په لاس نه و راغلی.

ولسمشر وویل چې د سولې خبرې په «په سمې خوا» روانې دي خو هغه وویل چې نه غواړي چې «د وخت نه مخکې» د سولې د خبرو په اړه څه ووايي او یا نتیجه ګیري وکړي.

کارټر به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره هم وګوري. په افغانستان کې د اوس لپاره شاووخوا ۱۰ زره امریکايي عسکر، د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې، شته.

XS
SM
MD
LG