د لاس رسي وړ اتصالات

افغان زده کوونکي به د تحصیل لپاره لاهور ته واستول شي


تفاهمنامه د افغانستان د سفیر جانان موسی زي او LUMS د رئیس مرستیال سهیل نقوي ترمنځ لاسلیک شوه
تفاهمنامه د افغانستان د سفیر جانان موسی زي او LUMS د رئیس مرستیال سهیل نقوي ترمنځ لاسلیک شوه

په پاکستان کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي د لاهور د منجمنټ ساینسز د پوهنتون یا LUMS سره یوه تفاهمنامه لاسلیک کړه چې په اساس به یې افغان زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره دغه پوهنتون ته ولاړ شي.

د تفاهمنامه دا څرګندوي چې په دې وروستیو وختونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مناسبات ښه شوي دي.

د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دورې کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې نه وي.

پخواني ولسمشر کرزي په پاکستان تور لګاوه چې طالبانو ته پناه ورکوي او د طالبانو سره یې په افغانستان کې د بریدونو د کولو لپاره مرسته کوله. امریکايي چارواکو هم په پاکستان دغه تورونه په وار وار لګولي وو.

د هغه وخت نه چې ولسمشر غني ولسمشر شوی او راحیل شریف د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په توګه ټاکل شوی دی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شوېدي.

په دې وروستیو ورځو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیت په برخې کې هم همکاري ډیره شوې ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي وویل چې ولسمشر غني لیوال دی چې، د امنیتي چارو نه علاوه، په نورو برخو کې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې پراخه شي.

ښاغلي موسي زي وویل چې «موږ غواړو چې د بورسونو پروګرام د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د یو بل پل حیثیت غوره کړي.»

په پاکستان کې د افغانستان سفیر هیله وښودله چې د لوړو زده کړو دغه پروګرام به د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ اړیکې «نږدې، د مانا ډکې، او ژورې» کړي.

افغان زده کوونکو ته په پاکستان کې د لوړو زده کړو د زمینې د برابرولو دغه پروګرام د هغو ۴۸ قراردادونو څخه لومړی دی چې آسلام آباد ته د ولسمشر غني د سفر په مهال اعلان شوي وو.

د افغانستان حکومت ژمنه کړې ده چې د دغه پروګرام لپاره به یو میلیون ډالر ورکوي او د پاکستان حکومت بیا ویلي دي چې دوه میلیون ډالر به ورکوي.

د دې نه علاوه چې د دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ تماسونه جوړ شي، د دې پروګرام هدف دا هم دی چې په افغانستان کې د تجارت د ودې لپاره زمینه برابره شي.

د LUMS پوهنتون یو له هغو پوهنتونو نه دی چې په سیمې کې د بزنس د منجمنیټ یا د تجارت د مدیریت په برخې کې زیات شهرت لري.

د افغان محصلینو په لومړۍ جوپه کې به د پنځو نه تر لسو محصلین شامل وي. دوی به د روان کال په دوبي کې لاهور ته ولاړ شي.

ښاغلي موسی زي ویلي دي چې تمه لري چې د محصلینو په دغه جوپه کې به نیمايي یې نجوني وي.

دواړه هیوادونه تمه لري چې په راتلونکي کې به دغه پروګرام ته نورې پيسې هم ورکړي او نور زده کوونکي به هم د LUMS پوهنتون ته واستول شي. دا هڅه هم کیږي چې په راتلونکي کې په دغه پوهنتون کې د تجارت په برخې کې د مسلکي زده کړو زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG