د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د داعش د ملاتړ په تور درې تنه ونیول شول


په نیویارک کې د پولیسو کمیشنر د درېیو تورنو کسانو په اړه په خبرې کنفرانس کې معلومات ورکړل
په نیویارک کې د پولیسو کمیشنر د درېیو تورنو کسانو په اړه په خبرې کنفرانس کې معلومات ورکړل

په امریکا کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د ملاتړ کولو په تور درې کسان ونیول شول. د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره یا FBI په یو بیان کې چې د دغې ادارې په ویبپاڼې خپور شوی دی ویلي دي چې د درېیو تورونو کسانو نه دوه یې پلان درلودی چې سوریې ته ولاړ شي او د اسلامي دولت د افراطي ډلې سره یو ځای شي.

چارواکي وايي چې د تورنو کسانو نه یو یې د قزاقستان او دوه نور یې د ازبکستان دي او د نیویارک د ښار د بروکلین په سیمې کې یې ژوند کاوه.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي دي چې امنیتي چارواکو احرار سیداحمدوف چې ۱۹ کلن دی او د قزاقستان دی. هغه د نیویارک د جان ایف کنیډي په نړیوال هوايي ډګر کې نیولی شوی دی.

دغه وزارت وايي چې سیداحمدوف غوښتل چې اول ترکیې ته او بیا د هغه ځای نه سوریې ته ولاړ شي.

بل نیول شوی کس عبدالرسول حسنویچ جرابایوف دی. هغه ۲۴ کلن دی او د ازبکستان دی. په نیویارک کې فدرالي څارنوالې وویل چې تورن کس د نیویارک نه استانبول ته د الوتکې ټکټ رانیولی و او غوښتل یې چې بله میاشت امریکا پریږدي.

فدرالي څارنوالې لوریتا لېنچ وویل چې «سوریې ته د بهرنیو وسله والو تګ زموږ د هیواد او زموږ د ملګرو هیوادونو لپاره د یو ګواښ د څرګندیدو استازیتوب کوي.»

درېیم تورن کس ابرار حبیبوف نومیږي. هغه د ازبکستان دی او ۳۰ کاله عمر لري. هغه بیا د سیداحمدوف سره چې غوښتل یې د اسلامي دولت د ډلې سره يوځای شي مالي مرسته کړې وه.

تروریستي اعمال

د امریکا د عدالیې وزارت ویلي دي چې جرابایوف دې ته تیار و چې که چیري د اسلامي دولت د ډلې لخوا ورته امر وشي په امریکا کې تروریستي اعمال ترسره کړي.

دغه وزارت ویلي دي چې سید احمدوف هم دا قصد درلودی چې په امریکا کې ترویستي اعمال ترسره کړي که چیري پرې نه ښودل شي چې په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې سره یو ځای شي.

د نیویارک د پولیسو کمیشنر ویلیم براټن په یو خبرې کنفرانس کې وویل «دا حقیقت لري، دا یو تشویش دی چې په یوازې سر دې افراد اقدام وکړي د دې نه بغیر چې منځني ختیځ ته ولاړ شي، او یا د دې تشویش شته چې منځني ختیځ ته ولاړ شي او هلته د جګړو مهارتونه زده کړي او بیا کوښښ وکړي چې بیرته هیواد ته ستانه شي.»

امریکايي چارواکو ویلي دي چې په یو انټرنیټي پيغام کې، د دغو تورنو کسانو نه یو یې ویلي و چې «زه اوس په امریکا کې یم خو موږ هیڅ وسلې نه لرو. آیا دا امکان لري چې دلته ژوند وکړو او ژمنه د شهادت کړو؟ څه چې زه وایم هغه دا دي چې په اوباما باندې ډزې وکړو او بیا په ځانونو باندې ډزې وکړو، ایا دغه به [هدف ته رسیدل] وي؟»

انټرنیټي پیغامونه

امریکايي چارواکي ويلي دي چې د دغو درېیو کسانو په اړه هغه مهال خبر شول چې جورابوف په یو ازبکي ویبپاڼې کې د۲۰۱۴ کال د اګست په میاشتې کې پیغام لیکلی و، دغه ویبپانه د اسلامي دولت د ډلې ملاتړ کوي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې جورابوف ویلي و چې که چیري د اسلامي دولت ډله ورته امر وکړي نو ښاغلي اوباما به ووژني. چارواکو دا تور هم لګولی دی چې په دې ورستیو وختونو کې سیداحمدوف ویلي و چې یوه تمانچه به راونیسي او پولیس او د فدرالي تحقیقاتو د ادارې کارمندان به ووژني که چیري په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې سره د یو ځای کیدو مخه ونیول شي.

د قضيې کې د جنایي شکایتونو په اساس، سیداحمدوف ویلي وو «موږ به ولاړ شو او یوه تمانچه به راونیسو . . . او بیا به ولاړ شو او په پولیس به ډزې وکړو. . . . بیا، موږ به د هغه وسله واخلو، مرمۍ به یې واخلو او د مرمۍ ضد واسکټ به یې واخلو . . .، ورسته به موږ د دوو نورو [پولیسو] سره دغه کار وکړو. بیا، به ولاړ شو د FBI مرکزي دفتر ته، او بیا به د FBI خلګ ووژنو.»

امریکايي چارواکو ویلي دي چې سیداحمدوف تیره اونۍ خپلې مور ته ټلیفون کړی و او د هغې څخه یې د خپل پاسپورټ په اړه معلومات غوښتې و.

د امریکا حکومت دا هم ویلي دي چې کله چې مور یې د هغه نه پوښتنه وکړه چې چیري ځي، نو سید احمدوف ورته وویل چې «که چیري یو کس د دې فرصت ولري چې د اسلامي دولت د ډلې سره شي او بیا هلته ولاړ نه شي، د قیامت په ورځ به د هغه څخه پوښتنه وشي چې ولې، او د کافرانو په ملک کې ژوند ګناه ده.»

XS
SM
MD
LG