د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د نویو بندیزونه د لګولو په اړه خبرداری ورکړ


لاوروف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د نوو بندیزونو د لګولو هڅه په اوکراین کې د اوربند د ټینګولو نه توجه اړول دي
لاوروف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د نوو بندیزونو د لګولو هڅه په اوکراین کې د اوربند د ټینګولو نه توجه اړول دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاؤروف په داسې حال کې چې وایي د ختیځ اوکراین نه د درنې وسلې په لری کولو کې پرمختګ شویدی، غربي هیوادونو ته، د نویو بندیزونو د لګولو په اړه، خبرداری هم ورکوي. روسیې ویلي دي چې د بندیزونو ګواښونه ښيي چې غربي هیوادونه د اوکراین په ختیځ کې د اوربند د موافقې د عملي کیدو مخالفت کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ دغه ګواښونه یوه داسې هڅه وبلله چې د اوربند نه د «توجه د اړولو» پخاطر کیږي چې په دې وروستیو وختونو کې په اوکراین کې ټینګ شوی دی.

ښاغلي لاوروف وویل «فکر وکړی، ډیر ساده دا ټول د بیان وړ دي. . . . دوی هڅه کوي چې د مېنسک د موافقتنامې نه پام واړوي. او د دې خبرو تر شا د دوی ناخوښې څرګندیږي، د ځینو خاصو ملکونو او سازمانونو، لکه امریکا او اروپايي اتحاد، چې نه غواړي چې هغه موافقه چې د فبروري په ۱۲ نیټه شوې عملي شي.»

له بلې خوا اسپانوي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې پولیسو اته شکمن کسان په ختیځ اوکراین کې د روس پلوه یاغیانو لپاره د جنګیدو په تور کې نېولي.

د اوکراین جمهور رئیس پیټرو پورو شینکو ویلي که چیرې روس پلوه باغیان د اوربند له موافقې نه سرغړونه وکړي نو د اوکراین پوځ تیار دې چې درنه وسله بیرته جنګي محاذونو ته ولیږدوي.

ښاغلي پورو شینکو نن وویل د اوکراین پوځ دی ته تیار دی چې د دښمن پرضد بیا ودرېږي. د هغه په وینا د اوربند سره سره بیا هم د اوکراین له ختیځو برخو نه خطر موجود دی.

د اوربند د موافقې له مخې د اوکراین ځواکونه د جگړې له کرښې څخه خپلې وسلې وباسي
د اوربند د موافقې له مخې د اوکراین ځواکونه د جگړې له کرښې څخه خپلې وسلې وباسي

په دې ترڅ کې د اوکراین د پوځ ویاند بیا ویلي چې په نژدیو ورځو کې د دوي درې پوځیان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي. خو پدې وروستو دوو ورځو کې د پوځیانو د وژنې څه بده پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

د اوکراین پوځ رپوټ ورکړي چې په تیرو درېیو ورځو کې بیلتون غوښتونکو خپل بریدونه کم کړيدي.

خو د پنچ شنبې په ورځ، د اوکراین پوځ وویل چې بیلتون غوښتونکو په ځینو اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. په هغو ځایونو کې چې بیلتون غوښتونکو بریدونه کړي دي د مریوپول د ښار شاووخوا سیمې هم شاملې دي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي دي چې امریکا اوس هم د اوکراین حکومت ته د وسلو د ورکولو په اړه غور کوي.

د پنج شبنې په ورځ، د امریکا د استخباراتو مشر وویل چې اوکراین ته د روسیې د طرفدارو یاغیانو خلاف د جګړې لپاره د وسلو ورکول به د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوټین «منفي عکس العمل» راوپاروي.

خو هغه دا خبره هم کړې ده چې په شخصي لحاظ د واشنګټن د هغه پریکړې ملاتړ کوي چې کیف ته دې «مرګانۍ وسلې،» ورکړل شي.

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر جیمز کلپر د امریکا د سنا د مجلس د وسله والو چارو د کمیټې استماعیه غونډې ته وویل چې که څه هم دا مشکله ده چې د پوټین اعمال دې پیشبیني شي، خو که چیري امریکا اوکراین ته وسلې ورکړي، نو کیدای شي چې دغسې یو اقدام به روسیه دې ته وهڅوي چې بیلتون غوښتونکو ته «لا ډیرې پیچلې وسلې» ورکړي.

XS
SM
MD
LG