د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ولسي پولیسو شپږ مرکزونه جوړېږي


چارواکي وايي، ننګرهار کې تازه ګمارېدونکي ولسي پولیس به ددغه ولایت دامنیتي حالاتو په سمون اوله ورانکارو کړنو نه دراپور ورکونې لپاره ګټور ثابت شي.

دغه پولیس به دجلال اباد ښار او څېرمه ولسوالیو کې شپږ کوچني مرکزونه ولري،چې ډېر وخت به له ولسي خلکو سره داړیکو له لارې،راټول شوي مالومات اړوندو امنیتي او کشفي ادارو ته ورسپاري.

دکورنیو چارو په وزارت کې دولسي پولیسو دارزونې مشر سمونوال محمد خلیل اوریاخېل وايي " دغه پولیس به وکولی شي دامنیتي پېږ ښو، سړي تښتونو او ګڼو نورو ناقانونیو په مخنیوي کې ګټور ثابت شي."

نوموړی وايي " دننګرهار په بېلابېلو سیمو کې دغه جوړېدونکو مرکزونو پر مټ دنشه يي توکو او نورو قاچاقو مخنیوی هم په سانه توګه کولی شي."

ددغه ولایت دپولیسو دقوماندانۍ مرستیال سمونوال امیر خان لېوال وايي " دولسي پولیسو په مرسته هر کس کولی شي،خپل اطلاعات او نیوکې له دغه مرکزونو سره په لیکلي او یا ویلې پڼه شریک کړي."

نوموړی وايي دځايي خلکو ستونزې او نیوکې ان دکورنیو چارو تر وزیره په اسانۍ رسېدلی شي.

له کابله دغه راغلي چارواکي به دوه ورځې په ننګرهار کې پاتې شي تر څو له ځايي خلکو سره دولسي پولیسو پر دندو او دهغوی دموثریت په اړه سلا مشورې وکړي.

یو شمېر ځايي خلک هم تازه جوړېدونکي پولیس ګټور ګڼي او وايي ددوی غږ به په اسانۍ سره چارواکي تر چارواکو ورسي.

دکورنیو چارو زارت چارواکي وايي،چې دولسي پولیسو سربېره یې د۱۹۹ شمېرې سره اړیکو هم دامنیتي پېښو کچه یو څه راکمه کړې ده .

دټول هېواد په کچه تر اوسه اوه هغه ولایتونه دي،چې ولسي پولیس پکې رامنځ ته شوي دي او په اتم ولایت ننګرهار کې هم دکورنیو چارو وزارت ددغه پولیسو ایجاد ته اراده کړې ده .

دا وخت په ننګرهار کې امنیتي حالات بې ډاډه دي،دانسان تښتونو پېښې ډېرې شوي او دنشه يي او نورو توکو شته قاچاقبر شتون لري،چې ددغه پولیسو په رامنځ ته کېدو سره دا هېله شته،چې دغه ستونزې یو څه راکمې شي.

XS
SM
MD
LG