د چاد ولسمشر وايي چې ځواکونه ته یې د بوکو حرام د ډلې د مشر ځای معلوم دی. هغه وویل چې د د بوکو حرام د ډلې مشر ابوبکر شیکاو ته یې ویلي دي چې یا دې تسلیم شي او یا به ووژل شي.
د چاد ولسمشر ادریس دیبي د چهارشنبې به ورځ د چاد په مرکز انجمینا کې د نایجیر د ولسمشر محمدو یوسفو سره ګډ خبرې کنفرانس ورکړ.
د چاد د ولسمشر د دفتر نه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي دي چې دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې د بوکو حرام ډله به ماتوي.
ولسمشر دیبي وویل چې نږدې و چې د بوکو حرام د ډلې مشر د دیکو په ښار کې نیول شوی وای. د چاد ځواکونو د سې شنبې په ورځ دغه ښار ونیوی.
دیبي وویل چې که چیري د بوکو حرام مشر تسلیم نه شي نو د نورو یاغیانو په سرنوشت به اخته شي چې د دیکو په ښار کې وژل شويدي.
د جنوري په میاشت کې، چاد، نایجیر او کیمرون د بوکو حرام په خلاف د نایجیریا د حکومت سره د مرستې لپاره خپل عسکر نایجیریا ته واستول. د دغه هیوادونو قواوو یې د بوکو حرام نه یو شمیر ښارونه بیرته نیولي هم دي.
د نایجیریا ګاونډيو هیوادونو هغه مهال په جګړې کې ورداخل شول چې د بوکو حرام ډلې د چاد د جهیل سره نږدې د څو هیوادونو یوه ګډه اډه ونیوله.
د بوکو حرام په وسله والو باندې تور لګول شوی دی، چې د ۲۰۰۹ کال راهیسې يې چې جګړه پيل کړې ده، په نایجیریا کې یې په زرګونو کسان وژلي دي.
د اسوشیټیډ پرس خبرې آژانس د سې شنبې په ورڅ رپوټ ورکړ چې د دېکوا په ښارګوټي کې په لسګونه ملکیان هغه مهال وژل شوي چې بوکو حرام دغه ښارګوټی ونیوی.
د دوشنبې په ورځ، د بوکو حرام ډلې یوه ویډیو خپره کړه چې پکښې د دوو نایجیریایانو سرونه پرې کیږي. بوکو حرام په دغو دوو کسانو د جاسوسۍ تور لګولی و.