د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې پروسه او د ملي وحدت د حکومت دوه گونی دریځ


یو شمیر جهادي مشرانو هم د سولې د پټو خبرو پر ترسره کولو نیوکه کړې ده
یو شمیر جهادي مشرانو هم د سولې د پټو خبرو پر ترسره کولو نیوکه کړې ده

د ملي حکومت د اجرایي رئیس ویاند وایي د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ د مذاکرو په هکله د پام وړ پرمختگ نه دی شوی.

د اجرایي ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ملي وحدت حکومت د سولې د خبرو د ترسره کولو لپاره تیار دی او د چین له خوا د سولې د مذاکرو د کیدو لپاره هڅې هم شوې دي، خو د هغه په وینا په دې هکله تر اوسه کومه پرمختیا نه ده شوې.

ښاغلي رحیمي وویل تر اوسه ددې خبرو لپاره کوم پلان نه دی ترتیب شوی او د جمهور رئیس او اجرایي رئیس دوه ټیمونه هم باید په دې هکله سره خبرې وکړي.

د اجرایي رئیس ویاند وویل چې د خبرو څرنگوالی، د مذاکراتو د هیت ترکیب، د خبرو د ترسره کولو طرزالعمل او د دواړو ټیمونو گډ دریځونه هغه څه دي چې تر اوسه نه دي بشپړ شوي.

دا په داسې حال کې دي چې تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي وویل د سولې د خبرو په اړه پرمختگونه شوي دي او دا خبرې به ژر پیل شي.

خو د سولې د خبرو په اړه ولې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د اجرایي رئیس عبدالله عبدالله له لورې ضد او نقیضې څرگندونې موجودې دي.

د مدني ټولنې د اجتماع رئیس عزیز رفیع د دې ټولو اختلافونو او ضد او نقیضو څرگندونو دلیل د جمهور رئیس او اجرایي رئیس ترمنځ د ژورې بې باورۍ د کړکیچ شتون گڼي، هغه کړکیچ چې د هغه په وینا د افغانستان عامه افکار یې سخت زیانمن کړي دي.

ښاغلی رفیع وایي چې دا وضیعت په عومي توگه د سولې د پروسې په اړه د خلکو باور له مینځه وړلای شي. هغه وایي دواړه اړخونه باید د ملت په سرنوښت لوبې ونه کړي او په دې پروسه کې د ابهام ځای باید روڼتیا ونیسي.

د ښاغلي رفیع په وینا د پټو خبرو څخه د لاس ته راوړنې انتظار نه کیږي. هغه زیاتوي چې خلک باید په شفافه او څرگنده توگه پوه شي چې د مذاکرو اړخونه څوک دي، چیرته او په کومې خط مشی خبرې کیږي او په پای کې د مختلفو اړخونو مخکني شرطونه څه دي.

په هند کې تیره اونۍ په یوه ناسته کې عبدالله عبدالله هم ویلي وو چې د سولې په خبرو کې باید د افغانستان اساسي قانون رعایت شي او د خلکو غوښتنې هم باید په پام کې ونیول شي.

په دې ترڅ کې ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني هم سبا ته د ولسي جرگې د کمیټو د رئیسانو سره د سولې په گډون د مختلفو موضوعگانو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG