د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر اوباما د نوروز او نوي کال د مبارکۍ پیغام


.
.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د نوروز د رارسېدو په مناسبت په خپل ویډیویي پیغام کې ټولو هغو خلکو ته چې د امریکا په متحده ایالاتو او د نړۍ په نورو هیوادونو کي نوروز لمانځي مبارکي وویله او ویې ویل چې « دا د زرگونو کالو را پدې خوا داسې وخت دی چې د کورنۍ غړي او دوستان سره راغونډیږي او د نوي پسرلي او نوي کال هرکلی کوي. زما میرمني میشل هم تیره اونۍ په سپینه ماڼۍ کې د نوروز را رسیدل د نورو سره ونمانځل.

ښاغلي اوباما وویل چې موږ په تیرو لسگونو کالو کې سږکال تر ټولو ښه موقع لرو چې د ایران سره په آینده کې ښه روابط وساتو. موږ د ایران د اتومي پروگرام په هکله مهم او اساسي تفاهم ته رسیدلي یو او دواړه خواوی پر خپلو وعدو ولاړي دي.

زما میرمني ( میشل) هم تیره اونۍ په سپینه ماڼۍ کې د نوروز راتگ ونمانځه
زما میرمني ( میشل) هم تیره اونۍ په سپینه ماڼۍ کې د نوروز راتگ ونمانځه

د جمهور رئیس اوباما د نوروز پیغام زیاتره د ایران او د هغه هیواد د خلکو د پاره دی او په کې ویل شوي دي چې زما پیغام تاسي ـ د ایران خلکو ته دادی چې زموږ د دواړو هیوادونو خلک باید په گډه د هغي آیندې په اړه خبري وکړو چي غوښتونکي یې یو.

د ښاغلي اوباما ویدیویي پیغام او د هغه فارسي ژباړه دلته کتلای شئ:

XS
SM
MD
LG