د لاس رسي وړ اتصالات

د فرخندې مور:لور مې له زیارت نه د مدد غوښتنې مخالفه وه


د فرخندې مور وایي چې لور یې په زیارتونو کې د شمعې د بلولو، بند تړلو او له زیارت څخه د خلکو د مدد غوښتنې مخالفه وه.
د فرخندې مور وایي چې لور یې په زیارتونو کې د شمعې د بلولو، بند تړلو او له زیارت څخه د خلکو د مدد غوښتنې مخالفه وه.

د فرخندې مور وایي چې لور یې هیڅ ډول جدي ناروغي نه درلوده او یواځې په کم خوبۍ اخته وه او ددې لپاره چې زیاته بیده شي د خوب له درملو څخه یې گټه اخیسته.

گل مکۍ وایي فرخندې د شپې له لورې د قران کریم تلاوت کاوه او لږه بیدیده، په همدې خاطر ډاکتر ته تللې وه چې د خوب درمل ترلاسه کړي.

٢٧ کلنه فرخنده د مارچ د میاشتې په ١٩ د کابل ښار د شاه دو شمشیره په زیارت کې د یوې ډلې نارینو له خوا د قران د سیزلو په تور لومړی د مرگ تر حده ووهل شوه او بیا یې مړی وسوزول شو.

د فرخندې مور وایي چې لور یې په زیارتونو کې د شمعې د بلولو، بند تړلو او له زیارت څخه د خلکو د مدد غوښتنې مخالفه وه او د وژل کیدو په ورځ یې له ښځو څخه غوښتي وو چې خلک باید له خدایه مدد او مرسته وغواړي.

میرمن گل مکۍ د امریکا غږ ته وویل چې لور یې د ښځو له گدایي کولو او خیرات غوښتنې څخه غمجنه کیده او د خپل معاش یوه برخه یې دغه شان ښځو ته ورکاوه.

گل مکۍ وایي لور یې ورته ویلي وو چې که پیسې ترلاسه کړي د سوالگرو ښځو سره به ډیره مرسته وکړي او هیڅ ښځې ته به اجازه ور نه کړي چې په کوڅو کې گدایي وکړي.

گل مکۍ لس اولاده لري چې دوه یې ځامن او اته لوڼې دي او فرخنده یې څلورم اولاد و چې په کابل کې زیږیدلې وه.

فرخندې خپلې لومړنۍ زده کړې د بی بی ساره په ښوونځې کې بشپړې کړي او بیا یې د کابل پوهنتون د ساینس د پوهنځي د ریاضي په څانگه کې خپلې زده کړې پیل کړې وې.

د فرخندې مور وایي چې لور یې په دې خاطر چې نه یې غوښتل د هلکانو سره یوځای درس ووایي د ساینس پوهنځی یې پریښود او په دارالعلوم کې یې دیني زده کړو ته مخه کړه او له هغه ځایه په لوړه درجه فارغه شوه.

گل مکۍ وویل فرخنده هیڅکله حتی د کابل له محدودې څخه بهر نه وه تللې او یواځې پوهنځي او کور ته د تگ راتگ په لار بلده وه.

فرخندې له وژل کیدو څخه فقط یو ساعت دمخه د خپلې مور سره تلیفونې اړیکه نیولې وه او ویلي یې وو چې د شاه دوشمشیره په زیارت کې ده.

مور یې وایي " ورته مې وویل لورې ژر کورته راشه او د نوروز په تیارۍ کې راسره مرسته وکړه، راشه چې کوټې پاکې کړو." فرخندې په ځواب کې ویلي وو چې ژر راځي.

د فرخندې مور خپله لور یوه مهربانه، زړه سواندې، مودبه او لایقه نجلۍ وگڼله او په وار وار یې وویل چې فرخنده یې تر ټولو ښه اولاد وه.

د فرخندې مور په داخل او بهر کې د ټولو افغانانو څخه د مننې په ترڅ کې له حکومت څخه غواړي چې د لور د قتل عاملین یې ژر تر ژره د خپلو اعمالو سزا وگوري.

XS
SM
MD
LG