د لاس رسي وړ اتصالات

د وزیرستان کډوالو خوست کې د پاتې کیدو خبرداری ورکړ


دغه کډوال وايي ترهغې چې په شمالي وزيرستان کې پخوانی حالت نه وي راغلی او د پاکستان حکومت ورته د ژوندانه ټول امکانات برابر نه کړي، بېرته خپلې سيمې ته نه ستنېږي.

دوي وايي " په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو په عملياتو کې ښارګوټي او کورونه نړيدلي او ټول سامانونه يې تر خاورو لاندې شوي." دوي همدې وضعيت له خپلې سيمې زړه تورن کړي.

د وزيرستاني کډوالو مشرانو دغه خبرې له ژنيو څخه د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ د راغلي مرستيال او په افغانستان کې د همدې سازمان له مشرې سره په يوه ګډه غونډه وکړې.

قومي مشر جانان وزير " که چېرې د پاکستان حکومت موږ خپلې سيمې ته غواړي، کورونه به راته جوړوي، نورې مرستې به هم راسره کوي او اړتياوې به مو پوره کوي".

په همدې حال کې د ملګروملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ مرستيال، چې ظاهراً د وزيرستاني کډوالو د ستونزو د څېړلو لپاره له ژنيو نه راغلی، له دې کډوالو سره د هر اړخيزو مرستو ژمنه وکړه.

اياکي ايتو، د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کمپ کې د کډوالو مشرانو ته وويل، چې که په خپله خوښه پاکستان ته ستنېدل غواړي، دوي ورته پوره زمينه برابروي، خو که همدلته د پاتې کېدو نيت لري، خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

هغه زياته کړه " زما اصلي دنده دا ده، چې د دوی پيغام ژنيو ته ورسوم او هم يې د مشکلاتو پر هواری خبرې وکړو. موږ نن هم پر ډېرو مسايلو خبرې وکړې. بنسټيز حل يې بېرته ستنېدل، مګر دا، چې هره کورنۍ په خپله خوښه پرېکړه وکړي".

په افغانستان کې د کډوالو چارو د يادې شوې نړيوالې ادارې يا UNHCR مشرې مېرمنمايا ، له امريکاغږ سره په خبرو کې ټينګار وکړ، چې د کډوالو ټولې ستونزې يې درک کړې او د هواري اساسي لار ورته لټوي.

"موږ هڅه کوو، چې وزيرستاني کډوال په خپله خوښه پاکستان ته د ستنېدو لپاره وهڅوو، خو وزيرستان ته نه، ځکه ممکن هلته پوځي عمليات دوام وکړي. ښايي د دوی د ستنېدو لړۍ ډېر وخت ونيسي. خو اوس مهمه دا ده، چې افغانان د وزيرستاني کډوالو ميلمه پالنې ته دوام ورکړي".

د يو بل خبر له مخې سعودي عربستان هم د وزيرستاني کډوالو څه باندې ۲۸۰۰ کورنيو ته د ۱۱۵ زره ډالرو معادل، د بورې، غوړيو، وريجو او لوبيا مرسته رالېږلې، چې راتلونکو ورځو کې پرې وېشل کېږي.

د خوست د ولايت مقام د شمېرو له مخې دا مهال په دې ولايت کې ۳۳۵۰۰ وزيرستاني کډوالې کورنۍ حساب شوې، چې څه باندې ۸ زره د ګلان په کمپ او نورې د ولايت په مختلفو سيمو کې مېشتې دي.

وروسته له هغه، چې تېر کال پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پرضد پوځي عمليات پيل کړل، د دغې سيمې شاوخوا ۵۰۰ زره خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

تر اوسه له دې کډوالو سره د کډوالو چارو نړيوالې ادارې، د مهاجرت نړيوال سازمان، ناروې کميټې، پاملرنې موسسې، د خوراک نړيوال پروګرام او ځينو نورو خيريه سازمانونو خپلې مرستې دوامدارې ساتلې.

XS
SM
MD
LG