د لاس رسي وړ اتصالات

عارف مجددي: په دو میاشتو کې مې په امریکا کې ۱۰۰ دفترونو ته د وظیفې لپاره عریضې ورکړې.


ښاغلی مجددي ټیک پنځه میاشتې وزګار و او له افغانستان نه یې راوړې پېسې هم خلاصې شوې وې، چې دنده یې واخیسته.
ښاغلی مجددي ټیک پنځه میاشتې وزګار و او له افغانستان نه یې راوړې پېسې هم خلاصې شوې وې، چې دنده یې واخیسته.

په امریکا کې له بریالیو افغانانو سره د خبرو اترو په لړ کې مو دا وارې له یو بل افغان عارف مجددي سره د زړه خواله وکړه.

دی تازه امریکا ته راغلی دی او اوس د ویرجینا ایالت په حکومتي پوهنتون کې د نړیوالو زده کوونکو په څانګې کې مشاور دی.

دی وايي ټیک پنځه میاشتې اوزګار و چې په دغې مودې کې یې له افغانستان څخه راوړې ټولې پېسې هم خلاصې کړې، خو بیا هم خپل هدف ته ورسېد او دنده یې وموندله. ښاغلی مجددي یوه لور او یو زوی لري.

دا چې هغه دنده څنګه وموندله، د امریکا د نوي ژوند لومړنۍ سختۍ او تجربې یې څه دي، راځﺉ چې په خپله له ښاغلي مجددي نه یې واورو.

د امریکا غږ خبریال جعفر هاند، له ده سره مرکه کړې ده:

please wait

No media source currently available

0:00 0:13:49 0:00

XS
SM
MD
LG