د لاس رسي وړ اتصالات

په مونیخ کې د جې ۷ هیوادونو کلنۍ غونډه


په صنعتي لحاظ د نړۍ د اوو سترو هیوادونو مشران راتلونکې اونۍ د جرمني د مونیخ په ښار کې خپله کلنۍ غونډه کوي. تمه کیږي چې پدې غونډې کې به په عراق او سوریې کې د روانې جګړې، د نړې د تودوخې او نورو اقتصادي مسایلو په هکله بحثونه وشي.

د نړۍ د مشرانو لپاره د مونیخ په تفریحي ښار کې ټینګ امنیتي تدابیر نیول شویدي. د مظاهرو د ویرې له وجې پولیس او پوځ هم د دغه ښار په لارو کوڅو کې ځای پر ځای شویدي، د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ هم خلکو په هغه ځای کې چی تمه کیږي چې د نړې د اوو سترو صنعتي هیوادونو مشران به پکې غونډه ولري، مظاهرې وکړلې.

فعالینو ویلي دي چې د غونډې پر مهال به هم د هغوي مظاهرې روانې وي، حتی ځینو خو یېمخکې له مخکې د غونډې په ځای کې خیمې وهلي دي او همالته ورځې او شپې تیروي.
د اوو سترو صنعتي هیوادونو مشرانو تیر ځل د بلجیم د برسلز په ښار کې غوڼده کړې وه او تمه کیده چې سږنۍ غونډه به یې په روسیې کې تر سره شي خو کله چې روسیې د یوکراین د کریما سیمه د ځان سره یو ځای کړه، دغه هیواد هم د دې ډلې نه وایستل شو. د شاهي پوځي خدماتو په انسټیټوټ کې مبصر جانتن آیل وایي، چې د مشرانو پدې غونډې کې به په یوکراین کې د روسیې روانه مداخله توده او غټه موضوع وي.

" د روسیې د مداخلې په هکله اصلي پوښتنه دا ده چې آیا، دا مداخله په ریښتیا هم د یوکراین د جګړې په خاطر ده او که نه هلته نور مهم کارونه روان دي. او یا دا چې ښایي په اروپا کې د ځمکې پر سر روان وضعیت هلته هم شروع شویدی. "

د نړې د اوو سترو صنعتي هیوادونو د مشرانو د سږني کال د غونډې بله د بحث توده موضوع به د چین هغه هلې ځلې وي چې په جنوبي بحیرې کې یې شروع کړیدي. دا هیواد د چین په جنوبي بحیرې کې ټاپوګانې جوړوي او ښایي د کښتیو د تګ راتګ د مهمو لارو د کنترول لپاره به ترې کار واخیستل شي.

خو رپوټ وایي چې د دې مسلو تر څنګ نورې مهمې مسلې چې د دغو هیوادونو مشران به پرې بحث وکړي، په عراق، سوریې، یمن او لیبیا کې روان کړکیچ دی او او اقتصاد او د اقلیم په بدلون به هم هر اړخیز بحثونه وشي.

د انګلستان د کنګز په کالج کې پروفیسره لیلا سیمونا تالاني وایي چې د نړۍ اوو سترو اقتصادي هیوادونو یا G7 پدې تیرو څو کالونو کې د پام وړ اهمیت پیدا کړی خو زیاتوي چې دا به ډیر وخت ونیسي چې دغه هیوادونه کومه خاصه اغیزه پیدا کړي.

" زما په نظر G7 تر اوسه هم د یوه تصیم نیونکي ادارې موقف نلري. که هغوي پدې مسلې خبرې وکړي نو یوازې د مطبوعاتو لپاره به ښه وي خو آیا دا چې د هغوي خبرې به تاثیر ولري او که نه، دا بیا یوه بله مسله ده. "

خو د دغو انتقادونو سره سره، کارپوهان وایي چې د G7 په شان داسې بله کومه ډله نشته چې د نړۍ د مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړي او د حال لارې چارې ورته ولټوي.

XS
SM
MD
LG