د لاس رسي وړ اتصالات

سادات: ستره محکمه د ولسي جرګې د کار موده نه شي غځولی


د اساسي‌ قانون په اساس،‌ د ولسي‌ جرګې د کار موده د سرطان د میاشت په اوله نیټه پای ته رسیږي.
د اساسي‌ قانون په اساس،‌ د ولسي‌ جرګې د کار موده د سرطان د میاشت په اوله نیټه پای ته رسیږي.

د کابل د پوهنتون د حقوقو د پوهنځی استاد سید خالد سادات وايي چې ستره محکمه نه شي‌ کولای چې د ولسي جرګې د کار موده تمدید کړي.

ښاغلي سادات چې د ولسي‌ جرګې د برخلیک په حقوقي‌ اړخ یې امریکا غږ ته معلومات ورکول وویل چې «ستره محکمه د دې صلاحیت لري چې د قوانینو تفسیر وکړي خو د [اساسي قانون د ۸۳] مادې د تفسیر لپاره ضرورت نه لیدل کیږي.» هغه زیاته کړه چې دا ځکه چې دغه ماده واضح وايي‌ چې د ولسي‌ جرګې د کار دوره پای ته رسیږي.

ښاغلي‌ سادات وايي چې د ولسي جرګې د برخلیک د ستونزې د له منځه وړلو لپاره په کار ده چې حکومت په «قاطع ارادې» عمل وکړي. هغه وویل چې ژر تر ژره باید انتخابات وشي.‌

ولسمشر غني ویلي دي چې د ولسي جرګې د برخلیک موضوع به سترې محکمې ته راجع کړي. هغه دا خبره هم کړې ده چې ولسي جرګې د برخلیک او د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره به «د بیلابیلو اقشارو او بنسټونو له استازو سره» مشورتې غونډې وکړي.

د استاد سید خالد سادات سره د زیبا خادم مرکه دلته اوریدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:29 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG