د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې او متحده ایالاتو گډه مبارزه او د کردانو مخالفت


د کوگر په نوم د ترکیې پوځي هلي کوپتر
د کوگر په نوم د ترکیې پوځي هلي کوپتر

د ترکیی د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې دغه هیواد د متحده ایالاتو سره خپله هغه موافقه رسمآ لاسلیک کړه چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلاف هیوادونو ته د داعش په وړاندې د ترکېې د انجرلیک له اډې نه د هوایي بمباري اجازه ورکوي.

دا توافق د اسلامی دولت د جنگیالیو په ضد د مبارزې په موخه شوې او د سوریی په شمال کې د کردي جنگیالیو په ضد جگړه پکې نده شامله.

خو ترکي پوځ وایی چې پرون یې پر کردي یاغیانو باندې د بمباریو نوی پړاو پیل کړ.

یوازی څو ساعته وروسته لدې چې د انقرې په قول د ترورزم په وړاندې د ترکیې د ځواب سره ناتو خپل ملاتړاعلان کړ، ترکي (اف شپاړس ډوله( الوتکو نن د هغه هیواد په جنوب ختیځ کې د کردستان د کاریگرو د منع شوې کردي ډلې مرکزونه او موضع گانې بمبار کړې.

تر اوسه پورې په سوریی کې د اسلامي دولت د ډلې پر ځالو باندې د نویو بریدونو رپوټونه ندي خپاره شوي، پر (پي کې کې) باندې د حملو سره جوخت د اسلامي دولت پر ډلې باندې هم بریدونه پیل شوي وو.

جمهور رئیس، رجب طیب اردوغان، وویل چې پوځي ځواکونو یې د کمپاین په ترڅ کې په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې او کردي یاغیانو په ضد خپلو بریدونو ته لا شدت ورکړي.

هغه زیاته کړه، «زه غواړم چې زما خلک پدې اړه ډاډه واوسي چې هغه کسان چې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې گرځي او په لاس کې ټوپک او پترولي بمونه گرځوي، نقابونه ېې اچولي وي، نو زمونږ د امنیتی ځواکونو او قضآیه ارگانونو د ځواب سره به مخامخ شي.»

د میاشتو میاشتو بی میلۍ او زړه نا زړه والي نه وروسته ترکیې بلاخره تیره اونۍ د سوریې سره د خپل سرحد په اوږدو کې د تندلارو پر اهدافو باندې هوایي بریدونه پیل کړل.

ترکیې دا کار وروسته له هغه وکړ چې په هغه هیواد کې یوه انتحاري برید دو دیرش تنه ووژل او په یوه بل موټر بم کې هم دوه تنه نور له منځه یوړل شول.

انقرې همدارنگه د لومړي ځل دپاره دا هم ومنله چې ناتو ته به د (انجرلیک) د هوایي اډې څخه پر تندلارو باندې د هوایي بریدونو دپاره اجازه ورکړي.

په دې توگه به د سوریی شمال ته د اسلامي دولت د ډلې پر نښو باندې د بریدونو دپاره، د امریکایي جت الوتکو دپاره د لارې فاصله خورا لنډه شي.

مخکې به هغوي د عراق د هوایي اډو څخه د اسلامي دولت پر ډلې د بریدونو لپاره دغو سیمو ته ځانونه را رسول.

خو د ترکیې هوایي بریدونه چې د سوریې سره یې د سرحد په اږدو کې د اسلامي دولت د ډلې د له منځه وړلو په موخه کوي، ښایی د جنگ مسله لا مغلقه کړي.

په عراق او سوریی کې هغه سوریایي کردان چې د تندلارو په وړاندې جگړه کوي، تر ټولو زیات اغیزمن شوي دي خو انقره ویره لري چې دوي ښایي په ترکیې کې دننه د کردانو د را ولاړیدو او بغاوت سبب وگرځي.

ناتو د ترکیی سره په سوریی کې د جگړې په تړاو خپل بشپړ ملاتړ څرگند کړ خو ځینې نورغړي بیا انقره دیته هڅوي چې د کردانو په سیمه کې دې د اضافي فشار نه ډډه وکړي.

د کردانو د دیموکراتیک گوند غړی، دورو ایوپ، وایي دا کمپاین په اصل کې د کردانو د ځپلو دپاره پیل شوی دی.

هغه وویل، «ترکیه رسمآ وایی چې دا جگړه یې د داعش او (پي کې کې) په ضد پیل کړې ده خو په اصل کې کله چې د جگړې اغیزې وگورئ نو هر څه چې گورئ، اصلي جنگ د کردانو په ضد شروع شوی.»

ددی نیوکو په ځواب کې د ترکیی جمهور رئیس داسې وویل، «دا نامعلومه ده چې دا بهیر به څنگه پر مخ لاړشي اول باید پي کې کې خپلی وسلې په مځکه کیږدی بیا که څه د خبرو دپاره وي نو بیا ورباندې خبرې کولای شو.»

ترکیه د نولسوه څلور اتیایم نه را پدې خوا د پي کې کې په وړاندې مبارزه کوي.

په دوه زره دولسم کال کې ترکی مشرانو ددې ستونزی د هوارولو دپاره د مذاکراتو غږ وکړ او اوس کردي مشران د ترکیی پر جمهور رئیس، رجب طیب اردوغان، باندې د مذاکراتو د تخریبولو تور لگوي او وايي چې هغه غواړي لدې لارې کردي مشران زنداني کړي.

د کردانو طرفدار گوند د خلکو د دیموکراتیک گوند مشر صلاح الدین دیمیرتاس
د کردانو طرفدار گوند د خلکو د دیموکراتیک گوند مشر صلاح الدین دیمیرتاس

د ترکیی مشر، اردوغان، د کردانو د خلکو پر دیموکراتیک گوند تور لگولی دی چې له ترهگرو سره تړاو لري.

ټاکل شوې ده چې د ترکیی پارلمان په سوریی او عراق کې د پوځي عملیاتو په اړه بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG