د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جگړې قوماندان د امریکا لوی درستیز شو


نفورد په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق باندې د امریکا د متحده ایالاتو د برید مشري هم په غاړه درلوده.
نفورد په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق باندې د امریکا د متحده ایالاتو د برید مشري هم په غاړه درلوده.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د می په میاشت کې جنرال دنفورد د پوځ د لوی درستیز څوکۍ ته نومولی و او اوس سنا د هغه ټاکنه د رائیو په اتفاق تائید کړه.

جنرال دنفورد ٥٩ کلن دی او اوس د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان دی، هغه به د جنرال مارتین دمپسي ځای ونیسي چې د دوهم ځل لپاره د لوی درستیز په توگه د دندې له اجرا کولو وروسته تقاعد کوي.

د می د میاشتې په پنځمه کله چې جمهور رئیس اوباما هغه د لوی درستیز څوکۍ ته ونوماوه ویې ویل چې جنرال دنفورد " زمونږ د پوځ یو له پیاوړو منصبدارانو څخه دی"، او هغه یې د یو نوښتگر ستراتجیست په توگه وگاڼه.

په مِڅده ایالاتو کې د پوځ لوی درستیر جمهور رئیس او د دفاع وزیر ته د یو لوړپوړي پوځي سلاکار په توگه دنده ترسره کوي. دا څوکۍ په مستقیمه توگه عملیاتي صلاحیت نه لري، خو حکومت د لوی څخه درستیز هدایت اخلي او بیا اوامر صادروي. دا څوکۍ د جگړې او سولې اړوند موضوعگانو باندې ستر نفوذ لري او لوی درستیز ته د پوځ د وسله والو ځواکونو د عامه سمبول په سترگه کتل کیږي.

جنرال دنفورد د ٢٠١٣ کال له فبرورۍ څخه د ٢٠١۴ کال تر اگست میاشتې پورې په افغانستان کې د ناتو او ایساف ځواکونو د قوماندان په توگه دنده ترسره کړې ده.

په افغانستان کې د دنفورد د قوماندانۍ پر وخت په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو زیات شمیر له هغه هیواد څخه ووتل او امنیتي مسؤلیتونه یې افغان ځواکونو ته وسپارل.

خو جنرال دنفورد سپینه ماڼۍ دې ته هڅولې وه چې له افغانستان څخه ټول ځواکونه ونه باسي او یوه کوچنۍ ډله امریکایي سرتیري د ٢٠١۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاته شي.

همداشان دنفورد په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق باندې د امریکا د متحده ایالاتو د برید مشري هم په غاړه درلوده او نژدې دوه کاله یې په عراق کې دنده ترسره کړه.

په ۲۰۰۹ کال کې ښاغلی دنفورد په مرکزي قواندانۍ کې د امریکا د ځانگړو سمندري ځواکونو د عمومي قوماندان په توگه وگمارل شو. دغه قومانداني په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو د سوق او ادارې او څارنې دنده په غاړه لري.

جنرال دنفورد د واشنگټن د جورج تاون له پوهنتون څخه د حکومتدارۍ په څانگه کې فارغ شوی او د تفتس پوهنتون څخه یې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ماسترۍ سند ترلاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG