د لاس رسي وړ اتصالات

کېري :د همکارۍ سوداگریز تړون د اقتصاد دپرمختگ گټوره لاره ده


د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري، سینگاپور ته د خپل سفر پر مهال ددې ټولنې پر ځینو اهدافو رڼا واچوله
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري، سینگاپور ته د خپل سفر پر مهال ددې ټولنې پر ځینو اهدافو رڼا واچوله

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري د سه شنبې په ورځ، وویل چې هغه دولس هیوادونه چې د آرام سمندر د هیوادونو د همکارۍ پر سوداگریز تړون مذاکره کوي، د یوې نهايي موافقې په لوریې په خبرو کې پرمختگ کړی دی. خو، هغه پر ځای پاتو ستونزو ته په اشارې وویل چې اوس هم پر ځینو جزییاتو باندې کار لا پر ځای پاتې دی.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري، سینگاپور ته د خپل سفر پر مهال ددې ټولنې پر ځینو اهدافو رڼا واچوله او ویې ویل چې دا موافقه به نه یوازې دا چې په دغه معامله کې د دخیلو هیوادونو دپاره ښه اقتصادي فرصتونه برابر کړي بلکه د غوره حکومتدارۍ، شفافیت او حساب ورکولو د ملاتړ دپاره به هم مهم رول ولوبوي.

دا مذاکرات د کلونو کلونو دپاره وغزیدل او تیره اونۍ، په هوایي کې، د سوداگرۍ د چارو وزیران پدې ونه توانیدل چې د خبرو په وروستي پړاو کې دا تړون نهایی کړي.

که دا موافقه لاسلیک شي نو د آرام سمندر د هیوادونو د همکارۍ ټولنه به د نړیوال اقتصآد څلوېښت فیصده ونډه ولري. هغه وویل، «په اوسني وخت کې زمونږ د تعادل او توازن یوه مهمه برخه په سیمه کې د گډو ستونزو د له منځه وړلو گډه کامیابی او سوکالي ده چې په سوداگرۍ پیلیږي. تیره اونۍ په هوایی کې مونږ په خبرو کې پرمختگ وکړ. مونږ په مذاکراتو کې په تاریخ کې د تر ټولو مهمې سوداگریزې موافقې په لور چې تاسو یې د آرام سمندر د همکارۍ او مشارکت د ټولنی یا تي پي پي په نوم پیژنئ، ښه پرمختگ وکړ.په دې مذاکراتوکې سنگاپوردامریکا متحده ایالات او لس نورهیوادونه شامل دي.»

که دا موافقه لاسلیک شي نو د آرام سمندر د هیوادونو د همکارۍ ټولنه به د نړیوال اقتصآد څلوېښت فیصده ونډه ولري.
که دا موافقه لاسلیک شي نو د آرام سمندر د هیوادونو د همکارۍ ټولنه به د نړیوال اقتصآد څلوېښت فیصده ونډه ولري.

ښاغلی کېري په خبرو کې پر شاملو هیوادونو دا غږ هم وکړ چې خپل منځي هغه مخالفتونه دې یوې خوا ته پریدي چې نهایی موافقې ته د رسیدو پر لارې خنډ گرځي.

ښاغلی کېري نهایی موافقې ته د رسیدو پر لارې باندې د ستونزو شتون ومانه خو زیاته یې کړه چې بشپړیدل به یی د هغو ټولو هېوادونو د اقتصآدي پرمختگ دپاره، چی په دې معامله کې دخیل دي، لوي گام وي.

ښاغلي کېري زیاته کړه چې دا ټولنه به د کارگرو، کاري شرایطو او د چاپیریال په چارو کې د نړیوالو اصؤلو د رعایت نه علاوه خپل نړیوال معیار هم لوړ کړي. هغه وویل، «د آرام سمندر د هیوادونو د همکارۍ ټولنه د سوداگریزو زمینو د برابرولو نه علاوه نورې گټې هم لري چې باید ورته پاملرنه وشي. دا ټولنه د معیار او ستندرد د لوړولو لپاره ده. دا موافقه د سوداگریزو سیالیو په ترڅ کې د شا ته تگ پر ځای د غوره پرمختگ لاره پرانیزي. ددې ټولنی هر غړی باید د نړیوال معیار سره سم اصؤلو ته غاړی کیږدی مثلا د کم عمره کاریگرو د گمارلو نه ډډه وشي او د کارگرو دپاره مصؤن کاری شرایط برابر شي.»

هغه پدې ترڅ کې د جمهور رئیس بارک اوباما د نوي پلان یادونه هم وکړه چې غواړي په متحده ایالاتو کې د کارخانو څخه د گازو د تولید کچه دو دیرش فیصدو ته را ټیټه کړي او زیاته یې کړه چې د اقلیم د بدلون دپاره د حل لاره د انرژۍ په اړه پالیسۍ هم بدلې کړي چې د یو عظیم اقتصآدي فرصت نمایندگي کوي.

بارک اوباما غواړي په متحده ایالاتو کې د کارخانو څخه د گازو د تولید کچه دو دیرش فیصدو ته را ټیټه کړي
بارک اوباما غواړي په متحده ایالاتو کې د کارخانو څخه د گازو د تولید کچه دو دیرش فیصدو ته را ټیټه کړي

د سینگاپور په پوهنتون کې تر وینا مخکې ښاغلي کېري د سینگاپور د صدراعظم، لي سیی ان لونگ، او د بهرنیو چارو وزیر، کې شان موگام، سره وکتل او د آرام سمندر د هیوادونو د همکارۍ پر ټولنې او د چین د سویل پر سمندري کړکیچ یې هم ورسره خبرې وکړی.

دا مذاکرات په لومړي پړاو کې د تیرې پنجشنبې په روځ چې په هوایي کې وشول کومی نتیجې ته د رسیدو نه پرته پای ته ورسیدل. ددې موافقې اصلي هدف دا دی چې په مذاکراتو کې د دخیلو هیوداونو تر منځ د سوداگرۍ او پانگې اچونی دپاره لارې پرانستل شي.

کېري د منځني ختیځ او جنوب ختیځې آسیا د پنځو هیوادونو په سفر بوخت دی. هغه به سبا ته د چهار شنبې په ورځ په مالیزیا کې د آسیان د هیوادونو په کلنۍ غونډه کې هم برخه واخلي او د پنجشنبې په ورځ به د ویتنام د هیواد له مشرانو سره هم وگوري.

XS
SM
MD
LG