د لاس رسي وړ اتصالات

د غني نیوکو ته د پاکستان چټک غبرګون


 پاکستاني چارواکي وايي هيواد يې د ترهګرۍ اصلي قرباني دی
پاکستاني چارواکي وايي هيواد يې د ترهګرۍ اصلي قرباني دی

د افغان ولسمشر نیوکو ته په چټک غبرګون کې د پاکستان حکومت ویلي له افغانستان سره د ښو اړیکو پاللو ته ژمن دی او پر دوو اړخیزو همکاریو ټینګار لري.

اسلام آباد په یوې رسمي خبرپاڼۍ کې ویلي چې تر ۶۰ زرو ډیر پاکستانیان د ترهګرۍ قرباني شوي او له همدې کبله پاکستان د افغانستان په کړاو ښه پوهیږي.

د پاکستان حکومت په کابل کې وروستي بریدونه غندلي او ویلي له افغانانو سره د ترهګرۍ په خلاف ګډې مبارزې ته کلکه ژمنتیا لري.

په ټیرو دریو ورځو کې په کابل کې د بیلابیلو بریدونو او چاودنو له کبله څه باندې ۵۵ کسه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شول.

د پاکستان د حکومت په خبرپاڼۍ کې ویل شوي چې اسلام آباد د صدراعظم محمد نواز شریف پر هغې خبرې ټینګ ولاړ دی چې ویلي وه، د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان ګڼي.

د دوشنبې په ورځ افغان ولسمشر یوار بیا پر ګاونډي پاکستان غږ وکړ چې د هغو اورپکو وسله والو مخه ډب کړي چې له پاکستان نه پر افغانستان بریدونه کوي.

محمد اشرف غني وویل په افغانستان کې جګړه له پاکستان نه اعلان شوې او پاکستاني چارواکي باید د دې کار مخه ونیسي.

ټاکل شوې ده چې یو افغان پلاوی د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته ولاړ شي تر څو د دواړو هيوادونو تر منځ د ترهګرۍ په خلاف پر ګډې تګلارۍ خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG