د لاس رسي وړ اتصالات

د خطرونو د لارې لارویان او د غوره ژوند ارمان


د پناه غوښتونکو نړیواله اداره وایي سږ کال، دوه زره شپږ سوه تنه اروپا ته د تگ پر لارې تلف شوي دي
د پناه غوښتونکو نړیواله اداره وایي سږ کال، دوه زره شپږ سوه تنه اروپا ته د تگ پر لارې تلف شوي دي

د پناه غوښتونکو دپاره نړیواله اداره وايي د منځني ختیځ، افریقا او د آسیا ځینې جنگ ځپلو او بی وزلو هیوادونو څخه درۍ لک او پنځوس زرو نه زیات پناه غوښتونکي سږ کال د مدیترانې سمندر څخه په تیریدو له گواښه ډک سفرونه کړي څو ځانونه په اروپایي هیوادونو کې بهتره ژوند ته ورسوي.

د پناه غوښتونکو اداره یا آی او ام وایي دوه لکه څلور دیرش زره پناه غوښتونکي د یونان سواحلو ته ور رسیدلې، یو لک او څوارلس زره نور ایتالیا ته ځانونه رسولي او کم شمیر نور مالتا او هسپانیې ته تللي دی.

اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو په ډله کې زیات شمیر افغانان هم شامل دي.
اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو په ډله کې زیات شمیر افغانان هم شامل دي.

دغه اداره زیاتوي چې دوه زره شپږ سوه تنه د هڅو په لړ کې تلف شوي دي او لامل یې هم دا و چې دوي د قاچاقبرانو له خوا په هغو کمکیو بیړیو کې چې د زیات شمیر مسافرینو د انتقال ظرفیت یې نه درلود، د غیر قانوني انتقال پر مهال، ډوب شوي دي.

هنگري د پناه غوښتونکو دپاره اروپا ته د ننوتلو اصلي ځای دی.

سږ کال دغه هیواد ته یو لک او شپږ پنځوس زره پناه غوښتونکي ور ننوتلي دي.

دا پداسې حال کې ده چې د اتریش پولیس وايي دوي څلور ویشت پناه غوښتونکي افغان تنکي ځوانان چې په ویانا کې په یوه کمکي موټر کې دننه چې دروازه یې لیم شوې وه، ایسار موندلي دي. تامس ویبلینگر د ویانا د پولیسو ویاند وویل ددې موتر رومانیایي چلونکی یې نیولی دی.

هغه وویل، دوی پخپله موتر نشو خلاصولای چې له منځه یې ووځي. خو مونږ په موټر کې دننه د خلکو آواز واورید نو اړ شوو چې د موتر د دروازې په ماتولو دا څلور ویشت تنه را وباسو.

ښاغلی ویبلینگر دا هم تایید کړه چې پدې موټر کې ټول موندل شوي پناه غوښتونکي, افغان تنکي ځوانان دي، دا ټول څلور ویشت تنه افغان اتباع دي چې اکثر یی شپاړس کلن اولس کلن تنکي ځوانان دي.

هغه وویل که ددوی سره مرسته نه وای شوې نو ښایی ددوي د سفر د داستان پایله به ډیره دردونکې وای. هغه زیاته کړه، له نیکه مرغه دوي طبي مرستو ته اړتیا نلري. مونږ پدې باور یو چې دوي غوښتل جرمني ته لاړ شي که دوي همداسې پاتی وای نو ددوي ژوند به د خطر سره مخامخ وای.

د مهاجرینو په قول سوریايي پناه غوښتونکو ته چې شمیر یې هم تر ټولو زیات دی، لومړیتوب ورکول کیږي
د مهاجرینو په قول سوریايي پناه غوښتونکو ته چې شمیر یې هم تر ټولو زیات دی، لومړیتوب ورکول کیږي

پرون د هنگري چارواکو د بوداپست څخه د ورتلونکي اورگاډي ستیشن وتاړه او بیا یې پرانست څو د غیر قانوني مهاجرینو د ورتگ مخه ونیسي.

پدې پناه غوښتونکو کې اکثر د افغانانو په شمول د جنگ ځپلو او بی وزلو هیوادونو څخه تښتیدلي مهاجرین دي.

پدې ډله کې یوه سوریایي پناه غوښتونکي داسې وویل، زمونږ غوښتنه ډیره ساده ده مونږ یوازې غواړو چې لدی لاری دې مونږ ته د تیریدو لاره راکړي نور مونږ د هنگري هیواد څخه هیڅ هم نه غواړو.

دوه زره پناه غوښتونکي د جرمني میونیخ ته په تگ بریالي شوي چېرې چې پرون د سه شنبې په ورځ هم د ښار د اورگاډو ستیشن ته د مهاجرینو د ورتگ لړۍ دوام درلود.

په جرمني کې پولیس گڼ شمیر مهاجرین څیړي آو خیریه کاروکونکي هم دوي ته د ډوډۍ په رسولو کې مرسته کوي.

ماتیاس نات د میونیخ د ښار د پولیسو ویاند پدې اړه خپله اندېښنه داسې څرگنده کړه، پولیس د میاشتو راهیسي د مهاجرینو د راتگ د ستونزو سره مخ دي. مونږ د مرستې دپاره د اضآفي کارکونکو غوښتنه وکړه حالت خورا کړکیچن دی خو په هر ډول چې وي حل کوو به یې.

جرمني د نورو اروپایي هیوادونو په پرتلې زیات شمیر پناه غوښتونکي منلي دي چې شمیر به یې د سږ کال تر پایه پورې اته لکو ته ورسیږي.

ټاکل شوې ده چې د اروپایي اتحاد اته ویشت کسیزه ټولنه د سپتمبر په څوارلسمه نېټه د پناه غوښتونکو په اړه عاجله غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG