د لاس رسي وړ اتصالات

متحده عربي امارات:زمونږ ځواکونه د یمن د پلازمینې په لور پرمخ ځي


په یمن کې د حوثي یاغیانو په خلاف د هوایي بریدونو کمپاین دوام لري
په یمن کې د حوثي یاغیانو په خلاف د هوایي بریدونو کمپاین دوام لري

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د خپلو هوایي بریدونو کمپاین د حوثي یاغیانو په خلاف د سږ کال د مارچ د میاشتی راهیسی پیل کړ

په مآرب کې د متحده عربي اماراتو د پوځ د قوماندان، برید جنرال علي سید الکعبی، په قول مآرب او بندري جنوبي ښار عدن وروسته له هغې د صنعا په لور د پرمختگ دپاره د نښتو د خیز په تختې بدل شوي چې د سږ کال په دوبي کې یاغیان ترې وایستل شول. هغه وویل،

زمونږ سعودي وروڼه، متحده عربی امارات او د خلیج پاتې هیوادونه د یمن له خلکو سره مرسته کوي. مونږ د دوي سره یو او دوی هم زمونږ د وجود برخې دي.

د مآرب والي، اوسني حالت ستونزمن وباله. هغه وویل چې ددوي او د یمن د پلازمینې تر منځ غرونه دریدلي دي او زیاته یې کړه چې د سعودي عربستان په مشرۍ او د متحده اماراتو په گډون د ائتلاف ځواکونه د مآرب د ښار د کنترول په تر لاسه کولو، اوس په یوې غرنۍ سیمه کې چې د صنعا په دوه سوه کیلومترۍ کې، لویدیځ پلو ته پروت دی، د گران حالت سره مخ شوي دي. هغې پدې اړه خپله اندېښنه داسې څرگنده کړه، زمونږ خلک د غرنۍ سیمې د ستونزو سره مخ دي او دوهم دا چې مونږ د یوه بی باکه دښمن سره چې مرگ ته چمتو دی، مخ یو. دوي د صآلح د غچ ملاتړ کوي او نوری لاری پې بندې شوې پرته لدې چې د مرگ تر سرحده جنگ وکړي. دوي کنجه ته شوي او په انزوا کې پاتې دي.

د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وایي هیله من دی چې کمپاین به یې د تندلارو په ایستلو او د یمن د مشروع حکومت په بیرته واکمنولو کې مرسته وکړي.

متحده عربي امارات، د سعودي عربستان په مشرۍ، په یمن کې د هغو ځمکنیو عملیاتو د زرهاو سرتیرو سره مرسته کوي چې په سیمه کې د حوثي یاغیانو په خلاف جنگیږي.

تندلارو تیر کال د صنعا ښار او د هغه هیواد زیاتره شمالي برخه ونیوله.

د یمن په جگړې کې تر اوسه پورې څلور زره تنه وژل شوي دي. جگړې د عربي نړۍ دا تر ټولو بی وزلی هیواد د یو نوي بشري ناورین او قحطۍ په منگولو کی را ایسار کړی دی.

XS
SM
MD
LG