د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او د چین د ولسمشر شي جین پینگ له لیدو نه مخکې په چین کې مطبوعاتو هیله څرگنده کړي چې دغه ملاقات به د دواړو هیوادونو په اړیکو مثبته اغیز وکړي.
د تېرې اونۍ راهیسې د چین دولتي رسنۍ داسې رپورټونه خپروي چې د دواړو هیوادونو تر مینځ ښې اړېکې ډېرې مهمې دي.او دا چې د دواړو هیوادونو مشرانو ملاقات به ښه پایلي ولري.
د دولتي رسنیو دغه ډول مثبته خبرونو نه ښکاري چې په چېن کې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو د ملاقات نه مخکې د مثبتو نتایجو هیلې موجودې دي.
د جمعې په ورځ یوې دولتي ورځپاڼي (پیپل ډیلی) لیکلي چې د انترنیتي امنیت مسله به د دواړو هیوادونو اړیکې نوې دور ته داخلي کړي.
دغې ورځ پاڼې د چین د انترنیتي چارو د وزیر له قوله لیکلي چې امریکا او چین دواړه د سایبرسپیس په ډگر کې ډیر مخکې دي او د دواړو هیوادونو لپاره په دغه موضوع د اختلاف نه ځان ساتل ډېره گرانه ده.
په چین کې ځینې کارپوهان وایي په دغه ملاقات کې به د دوه اړخیزې پانگه اچونې په تړون هم خبري وشي
زي تاو چې د بیجنگ په پوهننتون کې د سیاسي چارو کارپوه دی وایي چې دولتي مطبوعات په قصدي ډول داسي رپورټونه خپروي. هغه واېي چې دوي د یو خاص هدف په خاطر د دواړو هیوادونو د اوسنیو اړیکو په هکله ناسم معلومات خپروي. هغه د دغه رپورټونو په هکله اندېښنه څرگنده کړه.
له بلي خوا د سپیني ماڼۍ ملي امنیت په شورا کې د سیاسي چارو مسول ایوان مډریسر وایي چې د اوباما حکومت له چین سره تعلقاتو ته ډېر اهمیت ورکوي. ښاغلي اوباما چین ته د بل کوم یو امریکایي ولسمشر نه زیات سفرونه کړي دي او دا څرگندوي چې هغه له چین سره ښې اړیکې غواړي.