د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په سورېې کې هوایي بریدونه پیل کړ


په مسکو کی د روسیی د حکومت یوه ویاند نن د چهارشنبی په ورځ په یوه تلویزوني بیان کی وویل چی د پارلمان په پریکړه کړی په سوریه کی د روسیی د هوایی قواو د استعمالولو خبره هم شامله ده.

د دوشنبی په ورځ جمهور رئیس پوتین د ملگرو ملتونوعمومی اسمبلۍ ته په خپله وینا کی وویل چی د بشار الاسد قواوی د هغه په وینا په ډیره زړورتیا لگیا دي مخامخ د ټرورزم پر ضد جنگیږي او که څوک ورسره ونه کړي نودا به د پوتین په قول یوه غټه اشتباه وي.

پوتین د ملگرو ملتونوعمومی اسمبلۍ ته په خپله وینا کی وویل چی د بشار الاسد قواوی په ډیره زړورتیا لگیا دي مخامخ د ټرورزم پر ضد جنگیږي
پوتین د ملگرو ملتونوعمومی اسمبلۍ ته په خپله وینا کی وویل چی د بشار الاسد قواوی په ډیره زړورتیا لگیا دي مخامخ د ټرورزم پر ضد جنگیږي

پوتین وویل چی بشارالاسد باید په قدرت کی وساتل شي. هغه پر لویدیځو قدرتونو هم انتقاد وکړچی په اصطلاح میانه روان یی د سوریی د ررژیم پرضد د جنگ لپاره په وسلو سمبال کړي دي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما په خپله وینا کی وویل چی بشارالاسد باید په قدرت کیگ پاتی نه شي او هم یی پرمخالفانو باندی د سوریی دهوایی قواوله خوا د بیلري بمونو د غورځولو غندنه وکړه.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایی چی روسیی د تیرو څو هفقتو په موده کی د سوریی په شمال لویدیځ کی خپلی بمباردمان اوجیټ الوتکی اوعسکر ځای پرځای کړی دي.

له بلی خوا دAP خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چی د سوریی جمهور رئیس بشارالاسد سوریی ته د عسکرود لیږلو لپاره د روسیی د پارلمان د پریکړی هرکلی کړی دی

د امریکا متحده ایالات ګومان کوي چې روسیې د سوریې د حمس د ښار په شاوخوا سیمو هوایي بمبارۍ شروع کړیدي.

امریکایي چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې مسکو د دغو عملیاتو په هکله یوه ساعت مخکې امریکا ته اطلاع ورکړې وه.

د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني چې په سوریې کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو عملیات څاري، پدې اړه یې تبصره نده کړې. امریکایي چارواکو دا هم ندي ویلي چې روسیې الوتکو څو بریدونه کړي او یا دا چې پدې بریدونو کې د کوم ډول الوتکو نه کار اخیستل شوی.

XS
SM
MD
LG