د متحده ایالاتو د خپل سمندري پوځ تر ټولو پرمخ تللی الوتکه وړونکی کیښتۍ جاپان ته لیږلی ده.
ددغه پرمختللی جنگي کیښتۍ لیږل ددی خبری وروستۍ نښه ده چی د واشنگټن او توکیو ترمنځ نظامي اړیکی ورځ په ورځ قوي کیږي.
د امریکی د سمندري قواو نیمیتز ډوله USS Ronald Reagan الوتکی وړونکی کیښتۍ عملی ته جاپاني چارواکو نن دپنجشنبی په ورځ د یوکوسوکا په بندر کی هرکلی ووایو.
په هغو مراسمو کی چی په دی مناسبت جوړ شوي وو، د امریکا د سمندري قواو سکرټر ری مابوس په خپلی وینا کی وویل چی ددی کیښتۍ د موجودیت سمبولي بڼه څوک له پامه نه شي غورځولاي.
د USSرونالډ ریگن الوتکی وړونکی کیښتۍ یو له هغو لسو جنگي کیښتیو نه ده چی په جاپان کی به د یوی بلی الوتکی وړونکی کیښتۍUSS George Washington ځای نیسي.