تر اوسه پورې د فلسطیني تنکیو ځوانانو او اسراییلي پوځیانو ترمنځ په تاوتریخوالو کې پنځوس تنه وژل شوي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي ددې تاوتریخوالو د مخینوي دپاره د اسراییل او فلسطین تر منځ د متحده ایالاتو رول خورا مهم دی. هغه زیاته کړه چې ټول باید پر حساسیتونو پوه اوسي، او په خورا احتیاط گام پورته کړي.
هغه وویل، «زه فکر کوم چې متحده ایالات مهم رول لري او مونږ هم د دې رول مسؤلیت منو او پدې هم ټول پوهیږي چې په پای کې ددې ستونزی د حل دپاره یوه سیاسي جوړجاړي ته ضرورت دی.»
جان کېري وایي چې دا مسله په سوله کې او څنگ په څنگ د دوه و هیوادونو د جوړیدو حل ته اړتیا لري. هغه ژمنه وکړه چې د وضعیت د بهترولو دپاره به، هر هغه څه چې په وسه کې یی وي، وکړي.
منځني ختیځ ته د ښاغلی کېري د سفر مهمه برخه دا ده چې د اسراییل صدراعظم بنیمن نتنیاهو او د فلسطین د مشر محمود عباس سره خبرې وکړي.
پرون د ملگروملتونو د عمومی منشی بن کي مون سره د یوه گډ خبرې کنفرانس په ترڅ کې ښاغلی نتنیاهو ددې تاوتریخوالو پړه پر ښاغلي محمود عباس واچوله.
هغه وویل، «جمهور رئیس عباس له بده مرغه د تاوتریخوالو اور ته لمن وهي هغه د سپتمبر په شپاړسمه ویلي و چې په بیت المقدس کې د وینې د هر څاڅکي د توییدو هرکلی کوی او دا د هغه خپله خبره ده چې له قوله یې تاسو ته وایم . جمهور رئیس عباس په اسراییلو کې د دیرشو بریدونو څخه یو هم ندی غندلی او اوس د اتلانو په توگه د تررستانو ستاینی ته دوام ورکوي.»
خو ښاغلی عباس د لیتوانیا د جمهور رئیسې، داله گري بوسکایتي، سره دخبرو پرمهال د انتقاد گوته د اسراییلو په لور ونیوله.
هغه زیاته کړه، «ما میرمن گري بووسکاییتی ته د وضعیت په اړه وویل چې د اسراییل د دوامدار اشغال او د ناقلو یهودیانو د تجاوز د لا شدت لاندې ژوند کوي. دا ټول هغه څه دي چې د اسراییل د لجوج حکومت او د مشروعیت د نړیوالو قطعنامو په رڼا کې، سولې ته د رسیدو په هڅه کې د یوه سیاسي لارې د نشتون له کبله رامنځته شوی او زمونږ ځوانان د نا امیدۍ، محرومیت او فشار په لور هڅوي.»
په وروستیو اونیو کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ تاتوریخوالی زیات شوی دی. فلسطینیان ددې کار یو لامل د الاقصی د جومات پر محوطې باندې د یهودیانو تجاوز بولي چې د مسلمانانو دپاره په نړۍ کې د مهمو مذهبی سپیڅلو ځایونو څخه یو گڼل کیږي.
په تاوتریخوالو کې د فلسطینیانو په لاس د چاړو حملی او د اسراییلي امنیتي ځواکونو په لاس خونړۍ ډزې شاملې دي.
دا تاوتریخوالی پداسې حال کې پیښیږي چې د اسراییل صدراعظم دا حالت د دوهمې نړیوالې جگړې د دورې سره ورته بللی دی.
نتنیاهو وایی د هغه وخت یوه فلسطیني مشر نازیان دیته قانع کړل چې د اروپایي یهودیانو د له منځه وړلو پریکړه وکړي.
هغه پدې اړه زیاته کړه، «دا بریدونه د نولسوه شلم یو ویشتم او نهه ویشتمو کلونو د حالاتو په شان دی چې د بیت المقدس یو مفتي، حاجی امین ال حسینی برلین ته تللی و. هغه وخت هتلر د اروپایی یهودیانو د وژلو تصمیم نه درلود یوازی یی د اروپا څخه د ایستلو په فکر کی و خو مفتی ال حسیني وویل چې که دوي وباسې نو دوي به ټول دلته راشي. هغه ورته وویل څه وکړم؟ نو ده یې په ځواب کی ورته وویل، ویی سوځوه.»
د هالوکاست د پېښې پوهان د نتنیاهو پر دې خبرو کلکه نیوکه کړې او له تاریخي اړخه یې هم ناسمه بللې ده.
منتقدین وایي داسې خبرې د دې کړکیچ په حل کې مرسته نه کوي بلکه یوازې د فلسطینیانو په وړاندې د خونړيو تاوترخوالو په ترڅ کې د لا کرکې او انزجار سبب گرځي.