د لاس رسي وړ اتصالات

سپین غر زمریان په دویم ځل د شپږېزې اتلان شول


د سپین غر زمریانو اتل ټیم
د سپین غر زمریانو اتل ټیم

په کابل کې د نومبر د دریمې نه پیل شوې د افغانستان د شپږو زونونو د ټیمونو ترمنځ د شل اوریزو سیالۍ چې د شپږیزې په نوم یادیدې،د جمعې په ورځ پای ته ورسېدی.
د افغانستان د کرکټ بورډ په ابتکار ترتیب شوې د شپږیزې د دریم کال سیالۍ دا ځل د ستمبر په ځای نومبر کې وشوې،چې وروستۍ سیالۍ ېې د باران له کبله نیمگړې وشوې او اخري لوبه یا فاینل ېې هم د شلو په ځای لس اوروه وشو.

فاینل لوبې پچه د سپين غر لوبـډلې وګټله او د کابل بازانو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه، د بازانو لوبډلې په ټاکل شوو ١٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٨٥ منډې جوړې کړې او زمريانو ته يې د ٨٦ منډو هدف ورکړ.

سږ کال شپږیزه کې شپږ ټیمونه مخامخ شول
سږ کال شپږیزه کې شپږ ټیمونه مخامخ شول

د کابل بازانو لوبډلې له لوري شهزاد محمدي په غوره لوبه وکړه او ٣٦ منډې يې جوړې کړې، د سپين غر لوبـډلې له لوري ظاهر شېرزاد او نواز احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د سپين غر زمریانو دغه هدف له يوې سختې سيالۍ وروسته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله او سپین غر زمریان د دریم ځل دپاره د شپږیزې اتلان شول.

د لوبو په پای کې د ټورنامنټ غوره لوبغاړو ته جایزې هم ورکړل شوې. چې دې کې نواز خان د دې اخري لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. سربېره پر دې، د سپين غر لوبډلې لوبغاړى سميع افريدی د سيالۍ غوره توپوهونکی، راشد ارمان د غوره توپ اچوونکي او محمدنبي عيسی خېل د دې سياليو غوره لوبغاړی ونومول شول.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې د دغو سیالیو په اړه وویل چې دوى دغه ځل "شپږېزې" له نوو نوښتونو سره په لاره اچولې وې چې مینه والو ډېرې خوښې کړې

د شپږیزو سیالۍ چې کال ٢٠١٣ کې پیل شوې. اول کال ېې سپین غر زمریان، دویم کال مس عینک اتلان او دریم ځل ېې بیا سپین غر زمریان قهرمانان شول. دغه سیالۍ په افغانستان کې د کورني کرکټ د ودې دپاره ډیرې گټورې بلل شویدي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG