د لاس رسي وړ اتصالات

د ایپیک په سر مشریزه غونډه کې د جمهور رئیس اوباما ژمنې


جمهور رئیس بارک اوباما نن په مانیلا کې د نویو مرستو اعلان وکړ.
جمهور رئیس بارک اوباما نن په مانیلا کې د نویو مرستو اعلان وکړ.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما نن د فلپین په لازمینه مانیلا کې د آسیا او آرام سمندر د هیوادونو په سر مشریزه غونډه کې د ملگرو هیوادونو سره د مرستې ژمنه وکړه څو سمندري امنیتي چارې یې پیاوړې شي.

هغه وویل، «دلته زما راتگ ددې سیمې د سمندري ساحې امنیت او په اوبو کې د بیړیو آزاد تگ را تگ ته زما ژمنتیا په ډاگه کوي.»

د غونډې د خبرو اجندا د اقتصآدي او سوداگریزو مسلو ترڅنگ، د ترورزم په خلاف پرمبارزې ، سایبري گواښونو، سمندري امنیت، د اقلیم بدلون او پر بشري حقونو راڅرخي.

سپینې ماڼۍ د دوه سوه نهه پنځوس ملیون دالرو په ارزښت د مرستو د یوې نوې پروژې اعلان وکړ چې د دوه و کلونو په مودې کې به بشپړه شي. د مرستی پدې پروگرام کې نهه اویا ملیون دالره د فلپین دپاره څلویښت ملیون دالره د ویتنام دپاره یو ویشت ملیون دالره د اندونیزیا دپاره او دوه اعشاریه پنځه ملیون دالره د مالیزیا دپاره تخصیص شوې دي.

متحده ایالات به همدارنگه د سمندري چارو د امنیتي ساتونکو یوه ډله او یوه څیړنیزه بیړۍ فلپین ته انتقال کړي.

اېپک غونډه د اقتصآدي او سوداگریزو مسلو ترڅنگ، د ترورزم په خلاف پرمبارزې او بشري حقونو راڅرخي.
اېپک غونډه د اقتصآدي او سوداگریزو مسلو ترڅنگ، د ترورزم په خلاف پرمبارزې او بشري حقونو راڅرخي.

ټاکل شوې ده چې پدې غونډه کې د تجارت او آرام سمندر د هیوادونو ترمنځ د پراخو همکاریو توافق ته چې د اوباما د دولت له خوا د آسیا او آرام سمندر د هیوادونو ترمنځ د توازن دپاره یو کلیدي جز گڼل کیږي، پام واړول شي.

سپینې ماڼۍ دا سیمه له جمیعت شور او خوځښت او له اقتصآدي اړخه له امیدونو ډکه وبلله چېری چې متحده ایالات باید ورسره د امنیت او اقتصآد د برخې په همکاریو کې سره لا نږدې شي.

جمهور رئیس اوباما د سیمې هیوادونو ته د گډ کار پر ارزښت ټینگار وکړ او ویی ویل چې، «که مونږ غواړو چې د خپل هیواد او ملگرو په خوندی ساتنه کې بریالي شو نو باید لوبغاړي اوسو او ددې قرن او راتلونکو قرنونو دپاره په سیمه کې د اقتصآدي او امنیتي چارو د رغونې پلانونه پلی کړو.»

په مانیلا کې به جمهور رئیس اوباما د نورو متحدینو سره هم په گڼ شمیر دوه اړخیزو غونډو کې برخه واخلي چې په هغو کې د آسترالیا، کانادا، جاپان، فلپین، سینگاپور، او مالیزیا مشران هم شامل دي.

د خبرو په اجندا کې پر اقتصآدي او سوداگریزو مسلو سربیره، د ترورزم په خلاف مبارزه ، سایبري گواښونه، سمندري امنیت، د اقلیم بدلون او د بشري حقونو په اړه خبرې هم شاملې دي.

لدینه وروسته به جمهور رئیس اوباما د مالیزیا کوالالامپور ته سفر وکړي څو هلته د آسیا د جنوب ختیځې سیمې د هیوادونو په کلنۍ غونډه کې برخه واخلي. ددې ترڅنگ به هغه د لاوس د صدراعظم سره پداسې حال کې وگوري چې دا هیواد په دوه زره شپاړسم کې د آسیان د ټولنی د مشرتابه دپاره چمتووالی نیسي.

په فرانسې کې د خونړیو بریدونو تر پېښېدو وروسته، په مانیلا کې د اېپیک د اقتصآدي غونډی او د لوړ رتبه میلمنو د کوربه توب دپاره ځانگړی کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و. پدې غونډه کې یو ویشتو نړیوالو مشرانو برخه اخیستی وه.

XS
SM
MD
LG