د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګریس غړی: هوایي عملیاتو په داعش ډیر اثر ندی کړی


د متحده ایالاتو د استازو د مجلس غړی او د ټروریزم سره د مبارزې د فرعي کمیټی رئیس پیټر کینگ وایي " که څه هم د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف چې په سوریه او عراق کې د داعش پرضد له ډیرې مودې راهیسی هوایی عملیات کوي، مگر اثر یی ډ یر کم ښکاري."

پیټرکنگ دغه تبصره د ېکشنبې په ورځ د فاکس نیوز د تلویزون سره د یوې ځانگړې مرکې په دوران کې وروسته له هغې وکړه چی په عراق او سوریه کی د داعش مشر، ابوبکر البغدادي په یوې ویډویی وینا کې چی په انټرنیټ کې خپره شوه، اعلان وکړ چی "د امریکا او روسیې هوایي حملې چی د داعش د کمزوري کولو لپاره یی کوي، ناکام شوي دي."

ښاغلی کنګ وایی د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف شپاړس میاشتو هوایی حملو په باب او د روسیی د هوایی عملیاتو د ناکامۍ اړه د البغدادي وینا د تعجب وړنه ده

"زمونږ هوایي بمباریو یو څه اثر کړی، خو بدبختانه که په عمومي ډول یې اغیزې په پام کی ونیسو، کله چې البغدادي وایې چی په پرله پسی توگه د تیرو شپاړسو میاشتو په موده کې د متحده ایالاتو هوایی حملو پر داعش اغیزه نه ده کړی ، غالبا ریښتیا خبره کوي"

کنګ زیاتوي " ترکوم ځایه چې د روسانو د هوایي حملو خبره مطرح کیږي، هغوي تراوسه زیاتره حملې د سوریی د رژیم د مخالفو وسله والو مخالفانو د مقاومت پرضد متمرکزې کړي او له داعش سره چندان ډیرغرض نه لري. "

د پیټر کنګ پر وینا " داعش کمزورې شوې نه دی او زما په خېال د شپاړسو میاشتو نه مخکی اوس نورهم پېاوړی دی. یقېنا چی ډیره ځمکه یې په دغه موده کی ونیوله. نه یواځی دا چی په عراق او سوریه یی خپل کنټرول پراخه کړ، په تدریجي ډول یی په افغانستان کی هم د خپلو نفوذ ساحه پراخه کړاو په متحده ایالاتو باندی یی د حملو د سر ته رسولو اراده څرگنده کړی ده"

پیټرکنگ وایی چی د تیرو څو میاشتو په موده کې دا خبره بالکل څرگنده شوې " داعش پرامریکا باندی د حملو نیت لري"

په یوی ویډویي وینا کې چې نسبت یې ابوبکر البغدادي ته شوی او په دې وروستیو کی په انټرنیټ کې خپره شوې ، هغه د امریکا په مشرۍ د ائتلاف او روسیې د هوایي او سمندري قواو د پرله پسی بمباریو، او په سوریه اوعراق کې د جنگ په ځینو جبهاتو کی د ناکامۍ باوجود خپله ماتی ونه منله.‌

XS
SM
MD
LG