د لاس رسي وړ اتصالات

بغدادي: هوایي بریدونو کمزوري کړي نه یو


د داعش مشر سعودي عربستان او اسرایل ته خبرداری ورکړی
د داعش مشر سعودي عربستان او اسرایل ته خبرداری ورکړی

اسلامي دولت یا داعش یو نوی پیغام چې د دغې ډلې مشر ته منسوب دی، خپور کړی دی. په پیغام کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي وايي چې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې چې هغه ورته "خلافت" وايي، وضعیت ښه دی. هغه دا خبره هم کړېچې "د روسیې او د امریکا په مشرۍ د ایتلاف هوايي بریدونو داعش نه دی کمزوره کړی."

د دغه غږ اصلیت، چې ۲۴ دقیقې دی او پرون په ټویټر خپور شوی دی، نه شي تصدیق کیدای. خو د ټویټر په کومې پاڼې چې دغه غږ خپور شوی تل د اسلامي دولت د ډلې پيغامونه خپروي.

په پيغام کې، ابوبکر البغدادي په سعودي عربستان انتقاد کوي چې "ولې د داعش خلاف د اسلامي هیوادونو یو ایتلاف جوړوي. "

د فرانسې خبرې آژانس رپوټ ورکوي چې په پیغام کې په سعودي کې خلکو ته ویل شوي دي چې " د سعودي عربستان په خلاف بغاوت وکړي. "

البغدادي په نورو پيغامونو کې هم د سعودي په شاهي کورنۍ باندې لفظي بریدونه کړي دي. په یوه وروستي پيغام کې بغدادي په سعودي عربستان تور لګولی چې "د غربي هیوادونو د خوشحاله کولو لپاره په یمن کې په حوثي شعیه وسله والو باندې هوايي بریدونه کوي."

په پیغام کې په اسراییلو باندې د برید ژمنه هم شوې ده.

د فرانسې خبرې آژانسیو راپور وایي " داسې نه معلومیږي چې غږ دې په لیکلي بڼه هم خپور شوی وي." دغه آژانس وايي چې مخکې به البغدادي ته منسوب غږ په څو ژبو په لیکلي بڼې هم خپریده.

البغدادي د داعش د ډلې مشر دی چې په عراق او سوریې کې یو شمیر سیمي کنټرولوي.

XS
SM
MD
LG