د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ دوهم اقتصادي ځواک مخ په ځوړ روان دی


 په دوه زره پنځلسم کال کې د چین اقتصآدي وده سوکه وه
په دوه زره پنځلسم کال کې د چین اقتصآدي وده سوکه وه

دوه زره پنځلسم کال د چین دپاره له اقتصآدي اړخه گران کال و. د اقتصآدي پرمختگ کچه، په دوه زره پنځلسم کې د پنځه ویشتو کلونو نه راهیسې تر ټولو سوکه وه.

کارپوهان وایی داسې ښکاري چې د راتلونکي کال دپاره به هم همدا کیسه وي. که څه هم چې په نړیواله کچه د نړۍ تر ټولو لوي دوهم اقتصآد پر خپلې بشري عظیمې قوې او په هغه هیواد کې د دوه سوه پنځوس ملیون مهاجرو د مټ پر قوت اتکا لري، خو پر راتلونکې باندې بی باوري هم مخ په زیاتیدو ده.

د (جینگ وین) په مارکیت کې، د لمر ختو نه تر لمر لویدو پورې، د خلکو گڼه گوڼه وي، خو یوازی خال خال عمده فروشان خوشبینه ښکاري. ځیني عمده پلورونکي وایي په تیرو کلونو کې به یی پیسې جوړولې خو داسې ښکاري چې سږ کال پیسې له لاسه ورکوي.

کارپوهان وایي نه یوازې دا چې د اجناسو غوښتنې کمې شوي بلکه د مارکیت راتلونکې هم د خطر سره مخ ده.
کارپوهان وایي نه یوازې دا چې د اجناسو غوښتنې کمې شوي بلکه د مارکیت راتلونکې هم د خطر سره مخ ده.

دوي وایي نه یوازې دا چې د اجناسو غوښتنې کمی شوي بلکه د مارکیت راتلونکې هم د خطر سره مخ ده.

چارواکي غواړي چې ددې ښار نفوس تر کنترول لاندې ولري څو د درویشت ملیونو څخه لوړ نه شي او ترڅنگ یی دیته ورته مارکیتونه هم وتړي څو د زیاتې گڼې گوڼې او ترافیکي ستونزو مخه هم ونیسي خو ځینې نور پدې باور دي چې دا کار به ددې نړیوال ښار تنوع ته تاوان ورسوي.

د ښار یو سوداگر، تین شیانسو خپل نظر داسې څرگند کړ، «هلته باید د پوهنتون محصلین وي، ساینس پوهان وي او هغه کسان چې په صنعتی ډگر کې خدمت کوي. که دا خلک له ښاره وباسو نو ښار به خپله تانده انرژي هم له لاسه ورکړي.»

د جینگ وین مارکیت په نولسوه څلور نویم کې هغه وخت پرانستل شو چې د چین اقتصآد هم مخ په وړاندې د ودې په حال کې و.

دا مارکیت اوس هم خورا فعال دی خو راتلونکې یې نامعلومه ده. ځینی پدې سوچ دي چې دا مارکیت به له منځه لاړ شي خو ځینی نور وایی ښایی په نوې بڼه له سره د آبادولو پلان وي.

خلک وایي دوي د سوداگریزې ودې دپاره، د مارکیت حالت ته گوري نه د حکومت هڅو ته، چې جزییات په ځیر څاري او په هرڅه کار لري.

ددې مارکیت دوکانداران وایی دوي د خلکو اړتیا ته گوري او پاملرنه یې دا ده چې خلک څه غواړي؟ دوي وایي د کمې بیې او ټیټ کیفیت مواد خرڅوي خو که خلک وغواړي نو د لوړې بیې او کیفیت مواد هم خرڅولای شي.

د چین د اقتصاد په هکله رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

XS
SM
MD
LG