د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د پولیو پر ضد مبارزه تیر کال کامیابه وه


محمدولي د خوست د تڼيو ولسوالۍ د يوې لرې پرتې غرنۍ سيمې اوسېدونکی دی. هغه وايي، چې له باسواده کسانو او دغه راز له رسنيو څخه يې اوريدلي، چې پوليو د همېش لپاره معيوبونکې ناروغي ده.

خو دی زياتوي، چې اوس يې هم د خپلې سيمې ډېر خلک د پوليو ويرسي ناروغۍ د خطر، له يوه انسانه بل ته د انتقال پر لارو چارو او دغه راز د وقايې په اړه پوره معلومات نلري.

هغه وویل: ”د دې ناروغۍ تاوان دا دی، چې عمري به معيوب وي او بل ته به محتاج وي. ددې ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد هرڅوک خپلو ماشومانو ته واکسين ورکړي. واکسين ډېرې ګټې لري‟.

د خوست د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر زاهدالله وايي، چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې يې د پوليوضد مبارزه کې ستونزو ته د رسېدو په نتيجه کې تر ډېره بريده پرمختګ کړی.

هغه وايي، په ۲۰۱۵ کې يې د پوليو هيڅ مثبته پېښه نلرله، له واکسين نه د محرومو ماشومانو د شمېر او انکار پېښو کچه راټيټه او دغه راز د کمپاينونو پرمهال له کومې جدي ستونزې سره ندي مخ شوي.

” په ۲۰۱۴ کې مو يوه مثبته پېښه لرله، خو په ۲۰۱۵ کې هيڅ مثبته پېښه ثبت نه شوه. دغه راز د صحي رضاکارانو د تهديدولو پېښې هم دومره زياتې نه وې، لکه په ۲۰۱۴ کې مو چې لرلې‟.

ډاکټرزاهدالله په ۲۰۱۵ ميلادي کې د ګوزڼ پرضد د پرمختګ عمده لاملونه نسبي پراخ عامه پوهاوی او د کاري پلان ښه تطبيق وبلل. هغه په ۲۰۱۶ کال کې د پوليوضد مبارزې د لا ګړنديتوب خبر ورکړ.

”په ۲۰۱۶ ميلادي کې پلان لرو، چې خلکو کلک پيغام ورکړو، چې خپل ماشومان په خپله خوښه واکسين او د پوليو له وحشي او خطرناکې ناروغۍ وژغوري. مخنيوی يې يواځې د واکسين دوه څاڅکي دي‟.

پوليو خطرناکه معيوبوونکې او حتی وژونکې ناروغي ده، چې تر پنځه کلنۍ ښکته ماشومان ورسره مخ کېږي. له همدې کبله ديني عالم مولوي خواجه الدين د پوليو له منځه وړل د ټولنې د هر وګړي مسووليت بولي.

” فلج يا بله ناروغي، چې سړی عمري معيوبوي، د دې له منځه وړلو لپاره د خلکو، دنياوالو او طبيبانو هلې ځلې په خپله يو عبادت دی. الله تعالیج فرمايي، د يوه انسان ژغورل دومره ثواب لري لکه ټول جهان يې چې ژغورلی وي‟.

د يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق ادارې په حواله په کال ۱۹۸۸ ميلادي کې پوليو يا په ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغي د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې موجوده وه.

د يادې ادارې د مسوولينو په وينا دغه ناروغي د پوليوضد واکسين په وسيله له منځه تلې، خو يواځې افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي، چې لا تر اوسه پکې د پوليو ويروس پاتې دی.

XS
SM
MD
LG