د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د لویو لارو ټیمونه دپولیو مخنیوي کې اغېزمن دي


د جلال اباد ښار په لودیځه دروازه کې دپولیو واکسیناتور قدرت الله له خپل ملګري سره د هغو ماشومانو پر واکسین کولو لګیا دی، کوم چې په موټرو کې خپلو کلیو او یا بانډو ته روان وي.

د فارم هډې سیمه کې پولیسو له دغه مرکزه د ننګرهار دریو ولسوالیو ته موټري تګ راتګ کوي او یو ټیم په اټکلیږ ډول هره ورځ له دریو تر څلورو سوه ماشومانو ته واکسین ور رسوي.

په دغه سیمه کې د پولیو واکسین څلور ټیمونه له سهاره تر ماښام پورې د هر یو موټر څارنه کوي چې ترپنځوکلونو ښکته له واکسین څخه پاتې نشي.

د پولیسو د پلتڼې په دغه مرکز کې دواکسین یوتن رضاکار اصف الله وايي، دپولیو پر وړاندې دا چاره تر ډېره بریالۍ ده.

نوموړی وویل:"هغه ماشومان،چې په کلیو کې ورته واکسین نه رسېږي،یعنې پاتې کېږي، نو دا یوه ښه لاره ده، کله چې موټرونه له دې ځایه تېرېږي نو مونږ یې ماشومان واکسین کوو او دا چاره ډېره ښه ده ".

اصف الله زیاتوي، په دغه لاره د چپرهار او پچیراګام سربېره، د خوګیاڼو او اچین خلک هم تګ راتګ لري.

ننګرهار ولایت کې دنا امنۍ په وجهه لا هم لسګونه زره ماشومان دپولیو له واکسینو پاتې کېږي
ننګرهار ولایت کې دنا امنۍ په وجهه لا هم لسګونه زره ماشومان دپولیو له واکسینو پاتې کېږي

په دغه سیمه کې د واکسین یو بل رضاکار قدرت الله امریکا غږ ته وویل، که دغه لړۍ دوامداره شي نو لرې نه ده، چې په دغه لاره د تلونکو خلکو نژدې ټول ماشومان به د پولیو له خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.

هغه وویل: "مونږ د ورځې درې نیم یا څلور سوه ماشومانو ته واکسین کوو، ځینې موټرچلونکي او پلارونه خپلو بچو ته واکسین نه کوي، خو بیا هم مونږ کوشش کوو، چې واکسین یې کړو".

ځايي خلک هم ماشومانو ته پر واکسین کولو ټینګار کوي، خو نا امني هغه څه ګڼي، چې له وېرې یې رضاکاران کلیو او بانډو ته ورتلی نشي.

دوی وايي ګرځنده او سرحدي ټیمونه کولی شي، دغه ستونزه یو څه هواره کړي.

دننګرهار دعامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال امریکاغږ اشنا راډیو ته وویل، دولسوالیو تر منځ سرحدي ټیمونه کولی شي، د نا امنه سیمو ماشومان هم تر یوه حده واکسین کړي.

رضاکاران په لویو لارو ماشومانو د پولیو ضد څاڅکي ورکوي
رضاکاران په لویو لارو ماشومانو د پولیو ضد څاڅکي ورکوي

هغه وایې: "مونږ دلویو لارو په دروازو کې دواکسین ټیمونه لرو، دوی خپله خواري کوي او په دغه چاره کې تر ډېره بریالي یو، خو ستونزه داده، چې مونږ له واکسین څخه پاتې شوې ولسوالۍ لرو او باید د هغو ماشومانو غم وخوړل شي، رضاکاران کوشش کوي، خو بیا هم یوازې په دغو ټیمونو بسنه نه شي کېدلی ".

هغه زیاته کړه، په دغه برخه کې تر ډېره بریالي دي او هڅه یې داده، چې ټولو ماشومانو ته په یو ډول لاس رسي یقیني شي.

اکثره دیني عالمان هم د پولیو پر ضد کېدونکي واکسین یوه اړتیا ګڼي وايي، د فلج خطرناکې او بې درمله ناروغۍ مخنیوی پرې کېدلی شي.

ډاکټران وايي دپولیو دوه څاڅکي واکسین کولی شي د یوه ماشوم ژوند د تلپاتې معلولیت نه وژغوري، کنه د تل لپاره به د کورنۍ او ټولنې د اوږ بار وګرځي.

ننګرهار یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په څو ولسوالیو کې یې دواکسین پر وړاندې کلک مخالفتونه شتون لري او په تېر ۲۰۱۵ میلادي کال کې د دغه ولایت په کچه د پولیو اته مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

که څه هم په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې دافغانستان په کچه دپولیو کومه پېښې نه ده موجوده،خو دډېرو خلکو اندېښنه داده،چې که په نا امنه سیمو کې کوچنیانو ته دپولیو واکسین ور ونه رسي دغه ستونزه ډېرېدلی شي.

XS
SM
MD
LG