د لاس رسي وړ اتصالات

سوسیال دموکرات برني سېنډرز څوک دی؟


بزني سېنډرز ځان سوسیال دموکرات بولي او د متحده ایالاتو د کانګرس تر ټولو پخوانی بې طرفه او د جګړو مخالف غړی دی.
بزني سېنډرز ځان سوسیال دموکرات بولي او د متحده ایالاتو د کانګرس تر ټولو پخوانی بې طرفه او د جګړو مخالف غړی دی.

د ښاغلي سنډرز او اغلې کلنټن ترمنځ سیالي اوږده ده او ښایي په جولایي میاشت کې د ګوند تر ملي کنوانسیون پورې دوام وکړي.

هیلري کلنټن د مخکینیو دندو له امله په ملي کچه پیژندل شوی شخصیت لري خو د برني سنډرز محبوبیت د هغه د انقلابي او دموکرات سوسیالیستي شعارونه له امله دی.

ښاغلی سنډرز وایي عالي تحصیلات باید وړیا وي، د زده کړو لګښت باید دولت ورکړي. حد اقل یا لږ تر لږ معاش باید دوه برابره شي، نن سبا په ساعت شاوخوا اوه ډالره معاش دی، دی وایي معاش باید ۱۵ ډالره شي.

دولت باید ټولو خلکو ته یو ډول روغتیایي اسانتیاوي برابرې کړي. ستر ستر شرکتونه باید ډیره مالیه ورکړي او ثروت باید مساوي او په انصاف وویشل شي.

ددې ډول انقلابي شعارونو لست اوږد دی، خو مهمه دا ده چې بعد له څو لسیزو یو امریکایي سیاستوال پخپله خوښه ځان سوسیالیست بولي. سوسیالیزم یا سوشلزم په متحده ایالاتو کې د سړې جګړې راهیسي یو توهین بلل کیږي خو حالات بدل شوي ښکاري.

برني سنډرز څوک دی؟

ښاغلی سنډرز په ۱۹۴۱ کې د سپتمبر په اتمه نېټه په نیویارک کې زیږېدلی او کورنۍ یې د پولنډ څخه راغلې وه. له دولسم ټولګي وروسته د نیویارک د بروکلین کالج ته ولاړ او لیسانس یې په ۱۹۶۴ کال د شیکاګو له پوهنتون څخه اخیستی.

له پوهنتون څخه تر فارغیدو وروسته د ورمانټ ایالت ته ولاړ او ترکاڼي یې پیل کړه. څه موده یې مستند فلمونه جوړول او کله چې د ښار له خلکو سره بلد شو نو د ښاروالی په سیاستونو کې یې برخه اخیستل پیل کړل.

ښاغلي سنډرز په ۱۹۸۱ کال کې د ورمانټ په ایالت کې د برلنګټن ښاروالۍ ته کاندید شو او اته کاله ښاروال و.

په ۱۹۸۹ کې د کانګرس څوکۍ ته کاندید شو او دوه دورې یې د خپلې سیمې استازیتوب وکړ. په ۲۰۰۷ کال کې د سنا مجلس ته کاندید شو او تر نن پورې په مجلس کې د ورمانټ د ایالت سناتور دی.

سنډرز د جګړو مخالف سیاستوال دی او دی وایي چې په ۲۰۰۲ کال کې په کانګرس کې د عراق د جګړې مخالفت کول یې د ژوند تر ټولو غوره پریکړه وه.

د ۷۴ کلن برني سنډرز میرمن جېن سنډرز نومیږي او دوی دواړه څلور زامن او ۷ لمسي لري.

XS
SM
MD
LG