د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نن د کرکټ په نړیوال جام کې لومړۍ سیالي لري


افغانستان د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې دې نه مخکې درې ځلې برخه اخیستې،کال ۲۰۱۰ کې ویسټ انډیز،کال ۲۰۱۲ سري لنکا او کال ۲۰۱۴ بنګله دیش کې ،خو دا ځل چې د هند کې کیدونکي د کرکټ نړیوال شل اوریز جام کې برخه اخلي نو میدان هم بدل دی.مقابل ټیمونه هم نوي دي او د کرکټ د ملي ټیم تجربه هم د پخوا سره توپیر لري.

د کال ۲۰۱۶ د کرکټ شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان ګډون په مختلفو سببونو ارزښت لري .یو دا چې افغانستان هند کې په لومړي ځل د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي ، چې دا هند کې د کرکټ مینه والو دپاره هم نوې خبره ده او د افغانستان د ولس دپاره هم. ځکه چې هند سره د افغانستان تاریخي اړیکې ډیرې اوږدې او پخې دي او کرکټ پکې یوه نوې اضافه ده.

د افغانستان د کرکټ مینه وال د هند ناګپور ښار ته رسیدلي دي
د افغانستان د کرکټ مینه وال د هند ناګپور ښار ته رسیدلي دي

بله خبره دلته هند کې میشت افغانانو او په زدکړو بوختو افغان شاګردانو دپاره هم د افغانستان د ملي ټیم راتګ هم د یو زیري نه کم نه دی.نن به د هند د کونج کونج نه افغان ځوانان د خپل ملي ټیم د ملاتړ دپاره رارسي او زیات شمیر افغانستان نه هم راغلي هم دي.

دریم ارزښت ېې خپله د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم دپاره دی چې څلورم ځل ورته یو فرصت برابر شویدی چې د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې خپل استعداد وښيي او د افغانستان نوم وځلوي. افغانستان چې دې وروستیو کې د دریواړو حریف ټیمونو سکاټ لینډ ،هانګ کانګ او زمبابوې خلاف کومې بریاوې ترلاسه کړي ،د هغې سره قوي امکان پیدا شوی چې افغانستان به د اول پړاو سیالۍ وګټي او د نړۍ د لسو سترو او قوي ټيمونو په قطار کې به ځای ومومي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی وايي هند کې د تمرینو سیالیو نه پس دوي د هیواد هوا او میدانونو سره بلد شویدي ،خپل حریف ټیمونه هم ښه پیژني او لوبغاړي هم ورته مکمل اماده دي او ولس به نه مایوسه کوي.

د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان ملي ټیم لوبغاړي
د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان ملي ټیم لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی سمیع الله شینواری وايي چې دوي هیڅ ډول فشار نه محسوسوي او خپل فطري لوبه به کوي او ښې لوبې کولو د فکر سره به میدان ته کوزیږي،د ملي ټیم مشهور توپ وهونکی محمد شهزاد هم وايي چې شل اوریز کرکټ کې مو تجربه زیاته شوې ،مقابل ټیمونو سره سیالیو سابقه ډیره ښه ده ، نو امید دی چې ښې نتیجې به ولرو.

افغانستان نن د سکاټ لینډ سره د کابل په وخت شپږ نیمې بجې د هند په ناګپور ښار کې سیالي لري. افغانستان تر ننه سکاټ لینډ سره شوې یوه شل اوریزه سیالي هم نه ده بایللې او بیا د افغانستان د ټیم د توپ اچونکو قوي ډلې حمید حسن دولت ځدران او شاهپور ځدران مقابل کې هم سکاټ لینډ د قوي فشار احساس کوي. ورسره د ځوان توپ اچونکو حمزه هوتک او راشد ارمان نومونه هم سکاټ لینډ دپاره نااشنا دي چې څنګه به ېې مقابله کوي.

د افغانستان کرکټ ټیم توپ اچونه کې سکاټ لینډ باندې لاس بری دی
د افغانستان کرکټ ټیم توپ اچونه کې سکاټ لینډ باندې لاس بری دی

افغانستان چې د کرکټ په سیالیو کې یوازینی مشکل لري هغه د توپ وهنې په ډکر کې دی چې زیاتره په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د سر لوبغاړي سم مقاومت ونکړي او ورپسې راتلونکي توپ وهونکي هم فشار ونه زغمي او حوصله او لوبه دلاسه ورکړي. خو د توپ وهنې په ډګر کې د پاکستان د پخواني لوبغاړي انضمام الحق نه د زدکړو او مشورو اخیستو نه پس د ملي ټیم لوبغاړ حوصله او توپ وهنه ښه شویدی او شهزاد محمدي غوندې لوبغاړي چې احساساتي لوبې دپاره ېې شهرت درلودو ،ا انضمام د روزنې نه پس ېې شل اوریزو لوبو کې سلیزه ووهله او تر اخره ونه سوزید.

نو نن چې کله د افغانستان کرکټ ملي ټیم د سکاټ لینډ خلاف د ناګپور میدان ته کوزیږي نو د کرکټ مینه وال به همدا هیله لري چې ملي ټیم به ېې ښه لوبه کوي.خپل وړتیا به ښيي او د افغانستان نوم به روښانوي.

د افغانستان د همدې نوم دپاره به په میلونو افغانان وطن کې او زرهاو افغان د کرکټ میدان کې لاس په دعا وي چې یو ځل بیا خپلو لوبغاړو د لوبې نه خوند واخلي ،یو ښه کرکت وویني او وویاړي چې افغانستان هم د کرکټ د نړۍ په دومره لوړ مقام ولاړ دی او د افغانستان نوم ورسره یادیږي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG