د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په بري پیل کړې


افغانستان د کرکټ ملي ټیم په ناګپور هند کې د سه شنبې په ماښام د سکاټ لینډ سره د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام لومړۍ سیالي درلوده چې د یوې زړه پورې مقابلې نه پس د افغانستان په بري تمامه شوه.

افغانستان چې د شل اوریز نړیوال جام د سیالیو په لومړي پړاو کې د دریو ټیمونو سکاټ لینډ هانګ کانګ او زمبابوې سره یوه یوه سیالي لري او چې دریواړه وګټي نو بل پړاو کې به د نړۍ لسو ټیمونو په راونډ کې انګلستان سري لنکا ویسټ انډیز او سري لنکا سره ودریږي.

افغانستان په څلورم ځل د کرکټ په شل اوریز جام کې برخه اخلي
افغانستان په څلورم ځل د کرکټ په شل اوریز جام کې برخه اخلي

افغانستان د دې پړاو پیل د بري سره وکړ او هیلې پیدا شوې چې څنګه ېې سکاټ لینډ ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړې نو هانګ کانګ او زمبابوې ته ماتې ورکړي او د مینه والو زړونه ېې وګټله. هغه مینه وال چې افغانستان کې يي د تلویزون او کرکټ میدان کې مخامخ لیدله.

د افغانستان د بري ترشا د محمد شهزاد او اصغر ستانکزي توپ وهنه او د سمیع الله شینواري ،راشد ارمان حمزه هوتک محمد نبي او دولت ځدران توپ اچونې ډیر لاس درلودو. شهزاد ۶۹ منډې وکړې او د افغانستان منډې ېې ۱۷۰ ته ورسولې او بیا د مخالف ټیم لوبغاړو سوزولو کې هم لاس درلودو چې دې سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

محمد شهزاد یو ځل بیا د خپل کمال جمال وښود
محمد شهزاد یو ځل بیا د خپل کمال جمال وښود

افغانستان بله سیالي د پنجشنبې په ماښام د هانګ کانګ سره لري چې هغه هم د ماښام لخوا ده .افغانستان تیره میاشت بنګله دیش کې د اسیا جام غوراوي سیالیو کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG