د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ د نړیوال جام دویمه سیالي هم وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په نړیوال شل اوریز جام کې خپل اسیايي سیال هانګ کانګ ته نه سخته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ ټیم په خپله دوهمه لوبه کې اول په توپ اچونه او بیا په توپ وهنه کې مقابل ټیم مات کړ.

نن هم هند کې میشت افغانان د خپل ملي ټيم ملاتړ ته راغلي وو
نن هم هند کې میشت افغانان د خپل ملي ټيم ملاتړ ته راغلي وو


د لوبې پچه هانګ کانګ وګټله خپله یی د توپوهنې پریکړه وکړه، په ټاکلو شل اورونو کې هانګ کانګ د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۶ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یی د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې محمد نبي ۴، ګلبدین او راشد خان ارمان د هانګ کانګ یو یو لوبغاړی وسوزوه.
په ځواب کې افغانستان د هانګ کانګ لخوا ورکړل شوی هدف په ۱۸ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ او نړیوال شل اوریز جام کې پرله پسې دویمه بریا هم ولیده.

د هانګ کانګ توپ وهنونکي د محمد نبي د توپ اچونې مقابل کې بې وسه وو
د هانګ کانګ توپ وهنونکي د محمد نبي د توپ اچونې مقابل کې بې وسه وو


د افغانستان له لوري په توپوهنه کې شهزاد محمدي ۴۱ او نورعلي ځدران ۳۵ منډې جوړې کړې.د لولې پای د نجیب ځدران او ګلبدین نایب په څلوریزو وشو.

ناګپور هند کې د افغانستان او هانګ کانګ د کرکټ سیالیو لیدو ته ګڼ شمیر کې افغانان راغلي وو، په عین حال کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم کپتان اصغر ستانکزي د رسنیو په ځواب کې وویل چی لوبغاړي چمتو دي په راتلونکو لوبه کې هم ورته لوبې وکړي او مخکې پړاو ته تلل زموږ پلان دی.

د کرکټ د شل اوریز جام په دوه ابتدايي ګروپ سیالیو کې افغانستان او زمبابوې خپلې دوه دوه سیالۍ ګټلو نه پس شنبې په ورځ د مارچ په دولسمه یو بل سره مخامخ کیږي چې په یو معنا د دې سیالیو د پاي لوبه ده او هرچا چې وګټله هغه به د کرکټ د نړیوال جام مرکزي سیالیو ته ځي چې هلته به د نړۍ د لسو غوره ټيمونو په جم کې لوبیږي

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG