د لاس رسي وړ اتصالات

هندیان د کرکټ په نړیوال جام کې د دوه ټیمونو ملاتړ کوي


د هند د کلکتې په ایډن ګارډن کرکټ میدان کې د مارچ په ١٧ د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د سريلانکا د ټیم سره د نړیوال شل اوریز جام د دویم رونډ لومړۍ سیالي کوي. د همدې ایډن ګارډن د کرکټ لوبغالي نه بهر د کلکتې په ښار کې د افغانانو په دوکانونو او هوټلونو کې ناست محلي خلک وايي چې دا ځل د کرکټ په نړیوال جام کې زموږ دوه ټيمونه لوبیږي. یو د هند او بل د افغانستان.

د کرکټ یو افغان مینه وال په مخ د هند او افغانستان بیرغونه رسم کړي
د کرکټ یو افغان مینه وال په مخ د هند او افغانستان بیرغونه رسم کړي

د کلکتې ښار د افغانستان او د هند د تاریخي رشتې یو ژوندی مثال دی. دلته د کلونو کلونو راهیسې میشت افغانان د محلي خلکو سره پخې رشتې لري او ځانته هندي افغانان وايي. دغه افغانان که د خپل اصل وطن او خاورې نه لیرې زیږیدلي او لوی شویدي خو زړونه ېې اوس هم د افغانستان سره تړلي دي، ځکه خو چې کله خبر شول چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دلته کلکتې ته راغلی دی نو د کرکټ د ملي لوبغاړو د لیدو دپاره را روان شول.

نه یوازې د کلکتې افغانان بلکې د دې ځای محلي خلک هم د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم مینه وال دي. دوي د شل اوریز نړیوال جام د پیل دریو سیالیو کې د افغانستان لوبې لیدلې وې او د لوبې نه ډیر خوند اخیستی .دلته کلکته کې د کرکټ مینه وال لګیا دي د پنجشنبې د ورځې د افغانستان او سريلانکا د سیالې د لیدو دپاره ورځې شماري.

هندي رسنیو د افغانستان د کرکټ ټیم خبرونه په سرخط کې راوستي
هندي رسنیو د افغانستان د کرکټ ټیم خبرونه په سرخط کې راوستي

ابهیشک د کلکتې یو ځوان وايي چې ما داسې فکر نه کاوه چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به دومره پیاوړی وي. ابهیشک د شهزاد د لوبې مینه وال دی او وايي چې دا مې ارمان دی چې شهزاد له نیزدې نه ووینم او عکس ورسره واخلم.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم چې دلته کوم هوټل کې اوسیږي دي د هغې مخې ته خلک را غونډ وي او د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو د لیدو انتظار کوي.

سټیفني په نوم یو انګلستانۍ جلۍ چې د یوې موسسې لخوا دلته راغلې هیت کې راغلې وه ،هغه چې کله خبر شوه چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم هم دې هوټل کې دی نو خپلو ملګرو ته زیري ورکول، چې خبره ېې د افغانستان د کرکټ لوبغاړي هم دلته دي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ناګپور په میدان چې د هانګ کانګ سکاټ لینډ او زمبابوې خلاف پرله پسې کومې بریاوې ترلاسه کړې نو د هغې نه پس دلته هند کې رسنۍ ،تلویزوني چینلونه او عام خلک د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم ستاینې او صفتونه کوي.

کلکته کې د افغانستان د کرکټ مینه وال وايي د خپلو هندوستاني ملګرو سره ګډ د کرکټ میدان ته ځو
کلکته کې د افغانستان د کرکټ مینه وال وايي د خپلو هندوستاني ملګرو سره ګډ د کرکټ میدان ته ځو

د مشهورو ورځپاڼو به مخونو د لوبغاړو عکسونه خپریږي، د لوبغاړو سره مرکې کوي او د حتی چې سندرې هم ورباندې جوړې شویدي.

عبدالهادي په نوم افغان چې دلته کلکته کې کاروبار کوي ،وايي چې دوي خپل ټول افغانان خبر کړیدي چې شمیر ېې زرهاو ته رسیږي ،موږ ټول به په شریکه د پنجشنبې په ورځ د خپل ملي ټیم د ملاتړ دپاره د کرکټ میدان ته ځو او زموږ محلي هندوستاني دوستان به هم راسره ځي. هغه وايي چې کرکټ د افغانستان او هندوستان تاریخي دوستي بیا د سره تازه کړې او ژوندی کړیده.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG