د لاس رسي وړ اتصالات

لورا بش: افغان میرمنې زمونږ د ترحم محتاجې ندي


د میرمن غني او میرمن بوش نظر دا دی چې د افغانستان په اړه باید د نړیوالو منفي سوچ بدل شي.
د میرمن غني او میرمن بوش نظر دا دی چې د افغانستان په اړه باید د نړیوالو منفي سوچ بدل شي.

د مارچ په میاشت کې په نړیواله کچه د ښځو د مبارزو درناوی کیږي. د سه شنبې په ورځ، د مارچ د میاشتې د نمانځنې په موخه د متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت په کوربه توب د افغان میرمنو د درناوي دپاره ځانگړې غونډه ترتیب شوې وه.

د متحده ایالاتو د پخواني جمهور رېیس جورج ډبلیو بوش د انستیتیوت لخوا په دې نوي خپاره شوي کتاب کې، د سپتمبر له بریدونو وروسته، د منزوي افغان میرمنو په هکله ، کیسې او د ژوند تجربې نغښتې دي. هغې وویل افغان میرمنې ورته ډیر ارزښت لري.

هغې وویل "دا مهمه ده چې د افغان میرمنو غږ د همدې کیسو له لارې واورو او نورو ته یې واوره وو څو خلک او پخپله دا میرمنې په دې پوه شي چې دوي نورې یوازې نه دي. هر ځلې چې د یوې افغان میرمنې سره گورم او خبرې کوم نو د حالاتو سره د دوي د سمون، په وړاندې یې د زړه ورتیا، د ستونزو د حلولو د وړتیا او د خپل هیواد د بیارغونی دپاره یې د ارمان په لیدلو یې تر تاثیر لاندې راځم او خورا یې ددې وړتیاو او احساساتو قدر کوم."

میرمن بوش دا هم زیاته کړه "د افغانستان خلک او په ځانگړې توگه میرمنې زمونږ د افسوس نه ډکه همدردي نه غواړي. پر ځای ېې دوي غواړي چې دوي ته د کاریگرو، استادانو، داکترانو، د ولسي جرگې غړو، لیکوالانو په شان درناوی وشي. هغي غواړي چې نړۍ دوي دهمدې زیار دپاره او ددې دپاره چې په سختو شرایطو کې د بدلون دپاره هڅې کوي، ددوي بریاوې په رسمیت وپیژني."

په دې کتاب کې یوه کیسه د نسیمې رحماني په نوم د یوې افغان میرمنې ده چې پخپله کیسه کې یې د امریکا غږ د اوریدلو اهمیت ته اشاره کړې ده.

میرمن بوش د امریکا غږ د پروگرامونو د اغیزمنتیا ستاینه وکړه
میرمن بوش د امریکا غږ د پروگرامونو د اغیزمنتیا ستاینه وکړه

​ميرمن بوش هم د همدې کیسې په تړاو د فاکس نیوز سره د مرکې په ترڅ کې د امریکا غږ د پروگرامونو او له لارې یې د نړۍ سره د افغانانو او افغان ښځو د پیوستون د هڅو ستاینه وکړه.

هغې وویل "ما د آسیا د لویې وچې او روسیې څخه هم د ساړه جنگ پر مهال د امریکا غږ د پروگرامونو د ارزښت او گټو په اړه ډیر څه اوریدلي دي. زه د امریکا غږ څخه منندویه یم چې اوس هم هماغه زیار ته دوام ورکوي او د نړۍ په گوټ گوټ کې منزوي خلکو ته خبرونه او پروگرامونه ور رسوي."

په دې غونډه کې د ښځو د سولې د شورا غړې مینې شیرزوی هم له میرمن بوش سره مله وه. هغې د سولې په بهیر کې د میرمنو د گډون پر ارزښت ټینگار وکړ.

میرمنو شیرزوي وویل "د ښځو د پرمختگ دپاره د ملي وحدت د نوي حکومت د لاسته راوړنو په اړه خوشبینه یم."

هغې افغانې ښځې د هغو میرمنو په توگه توصیف کړې چې کلونه کلونه یې چا غږ وانه ورید او پر ستونزو یې څوک خبر نه شول.

هغې وویل "د سپتمبر د یوولسمې، تر بریدونو وروسته معلومه شوه چې ښځې په افغانستان کې منزوي شوي دي او افغاني ټولنه نیم په نیمه له مدني حقونو محرومه شوې وه. "

هغې زیاته کړه چې د افغان ښځو د همدې حالت په لیدلو نورو ورسره تماس ونیو چې څنگه مرسته کولای شي نو د ډیرو خلکو سره تر تماسونو څخه وروسته یي پریکړه وکړه چې د افغانو ښځو سره مرسته او همکاري پیل کړي.

میرمن بوش د سه شنبې په ورځ هم په واشنگتن کې څو څو خبري رسنیو سره د مرکې په ترڅ کې پر همدې ټکي ټینگار درلود چې واشنگتن باید افغان میرمنې له یاده ونه باسي.

د پخواني جمهور رئیس بوش میرمن لورا بوش چې په متحده ایالاتو کې د افغان میرمنو تر ټولو مخکښه ملاتړه گڼل کیږي. هغې تر اوسه پورې درۍ ځلي افغانستان ته سفر کړې او په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وضعیت پوره خبره ده.

XS
SM
MD
LG