د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ ننۍ سیالۍ وګټلې


د کرکټ په شل اوریز جام په خپله لومړۍ سیالۍ کې پاکستان بنګله دیش ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه. پاکستان د کلکتې په ایدين ګارډن میدان په لومړۍ توپ وهنه کې ۲۰۱ منډې وکړې او بنګله دیش دغه هدف پوره نکړی شو. پاکستان لخوا شهزاد او حفيظ ۵۰ نه زیاتې منډې وکړې خو غوره لوبه کپتان شاهد اپریدي وکړه چې نولس توپونو ېې ۴۹ منډې وکړې.
وروسته توپ اچونه کې شاهد د بنګله دیش دوه لوبغاړي هم وسوزول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.دې بري سره پاکستان د کرکټ د شل اوریز جام د دویم ګروپ د سر ټیم شو. ورپسې نیوزي لینډ دی .

پاکستان د شل اوریز جام لومړۍ سیالي په اسانه وګټله
پاکستان د شل اوریز جام لومړۍ سیالي په اسانه وګټله

نن د شل اوریز د اول ګروپ سیالي د ویسټ انډیز او انګلستان ترمنځ ممبي کې وشوه چې د ویسټ انديز د مشهور لوبغاړي کریس ګيل د سلیزې په زور انګلستان ته په شپږو وکټو ماتې ورکړې .انګلستان هم خپل نوبت کې غوره لوبه وکړه او ویسټ انډیز ته ېې د ۱۸۳ منډو هدف ورکړو . خو ویسټ اندیز دغه هدف د لوبې نولسم اور کې پوره کړ. کریس ګيل یولس شپږیزې ووهلې او وه هم نه سوزیده. د لوبې غوره لوبغاړی هم کریس ګیل اعلان شو. انګلستان او ویسټ انديز په هم هغه ګروپ کې دي ، کوم کې چې افغانستان دی

سبا به افغانستان سري لنکا سره په د کلکتې په ایډن ګارډن مخامخ کیږي

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG