د لاس رسي وړ اتصالات

انګلستان جنوبي افریقه ته ماتې ورکړه


د کرکټ په شل اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې په لومړي ځل دوه سوه دیرش منډې وشوې او په مجموع کې دواړو ټیمونو ۴۶۰ منډې وکړې. چې دا هم د دې سیالیو بې سارې منډې دي چې جوړیږي.

جنوبي افریقه د ممبي په میدان اول توپ وهنه وکړه او ۲۲۹ منډې ېې وکړې چې دریو لوبغاړو ډي کاک، هاشم املا او ډومني پکې د پنځوسو نه ډیرې منډې جوړې کړې.

خو په ځواب کې د انګلستان لوبغاړي بټلر ۸۳ منډې او د روی ۴۳ منډې د دې سبب شوې د جنوبي افریقه لخوا ورکړل شوی هدف په اخري اوور کې په څلور بال پوره شو.

لوبه هغه وخت ډیر جالبه شوه چې اخري اور کې یوه منډه کول وو او څلور بالونو کې دوه د انګلستان لوبغاړي هم وسوزیدل او اخر کې معین علي انګلستان دپاره د بري مندې جوړې کړې.

دا به روان شل اوریز جام کې د انګلستان دوه سیالیو کې لومړی بری دی او د جنوبي افریقه لومړۍ لوبه او ماتې ده. دواړه ټیمونه به را روانو دریو ورځو کې افغانستان سره ممبي او دهلي کې مخامخ کیږي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG