د لاس رسي وړ اتصالات

هند پاکستان ته د کرکټ په سیالۍ کې بیا ماتې ورکړه


هند او پاکستان د کرکټ په میدان کې هم روایتي حریفان بلل کیږي او هر وخت چې دوي ترمنځ د کرکټ سیالي وي نو ټوله نړۍ ورته متوجې وي ،ځکه چې د دواړو ملکونو ولسونه هم د کرکټ سیالۍ ته د جنګ یو بل په سترګه ګوري او دواړه طرف ته ولسونه غواړي چې نړیوال جام که ګټي او که بایلي خو دا لوبه دې نه بایلي.

د هند او پاکستان د کرکټ سیالۍ ته خلک ډیر زیات ارزښت ورکوي
د هند او پاکستان د کرکټ سیالۍ ته خلک ډیر زیات ارزښت ورکوي

خو د تیرو څو نړیوالو کرکټ جامونو نه دا یو روایت جوړ شویدی چې پاکستان کله هم د هند نه د نړیوال جام که هغه پنځوس اوریز وي او که شل اوریز کله هم نه ده ګټلې او نن هم هغه تاریخ تکرار شو او پاکستان د کلکتې به میدان د کرکټ شل اوریز سیالي وبایلله.

نن چې کومه سیالي وه دې ته د ډیر وخت نه انتظار کیده .ځکه چې نړیوال جام کې هند او پاکستان کله کله مخامخ کیږي او هر طرف ېې د ګټلو ارمان لري، نن هم چې د شنبې ورځ وه دواړو ملکونو کې د کرکټ مینه وال د تلویزونو مخې ته ناست وو.

زرهاو خلک کلکته کې د کرکټ میدان ته هم راغلي وو او د دغه تاریخي لوبه ېې ولیده.ننۍ سیالۍ لیدو دپاره د نورو نه علاوه د هند مشهور فلمي ستوری امیتاب بچن او د هغه کورنۍ د هند پخوانی لوبغاړی سچن ټنډولکر د پاکستان پخوانۍ لوبغاړی عمران خان او وسیم اکرم .

ویرات کوهلي د هند په بري کې مهم رول ولوبوه
ویرات کوهلي د هند په بري کې مهم رول ولوبوه

نن د لوبې پچه هند وګټله او پاکستان ېې توپ وهنې ته را وبله.لوبه د باران له کبله ناوخته پیل شوه او شلو په ځای د وولس اورونو وشوه. پاکستان ونکړی شو چې د هند د توپ اچونکو نه په آزادۍ سره منډې واخلي او ایله ۱۱۸ منډې ېې وکړی شوې.

هند د ۱۱۹ منډو هدف په اسانۍ سره په څلور لوبغاړو سوزیدو پوره کړ او کلکتې په میدان ېې د پاکستان نه لومړۍ د کرکټ سیالي وګټله او دې سره ېې روان شل اوریز جام کې هم لومړۍ سیالي وګتله. غوره لوبه ویرات کوهلي وکړه او پنځوسیزه ېې پوره کړه.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG