د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د بروکسل د بریدونو مسولیت په غاړه واخیست


په ټوله اروپا کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
په ټوله اروپا کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د بلجیم د بریدونو مسولیت په غاړه واخیست چې په کې لږ تر لږه ٣۴ کسان ووژل شول او ١٨٧ تنه نور ټپیان شول.

د بلجیم مقاماتو ویلي دي چې بروکسل ته نژدې د "زوینتم" د هوایي ډگر په چاودنو کې ۱۴ تنه او د اروپایي اتحادیې مرکزي ودانۍ ته نژدې د بروکسل ښار د میترو په چاونه کې ۲۰ تنه ووژل شول.

ویل شوي دي چې ددې بریدونو څخه یو یې ځانمرگی برید و.

د سه شنبې د ورځې د چاودنو په نتیجه کې د بلجیم پایتخت د بروکسل ښار تړل شوی او په ټوله اروپا کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي. په ټوله اروپا کې هوایي چلند سمدستي ټینگ امنیتي تدابیر ونیول.

د بروکسل د ښار د بریدونو وروسته د بېړنیو مرستو د عملې فعالیت
د بروکسل د ښار د بریدونو وروسته د بېړنیو مرستو د عملې فعالیت

د بلجیم حکومت د ترهگریزو بریدونو په اړه د خبرداري کچه خورا لوړه کړه د الوتکو او اورگاډو د حرکت لوری یې بدل کړ او خلکو ته یې امر وکړ چې هر چیرته چې دي، لارښونو ته دې انتظار اوسي.

د بلجیم صدراعظم چارلس میچل د نورو بریدونو په هکله د مقاماتو د اندیښنې په څرگندولو سره په خبري کنفرانس کې وویل چې "له هغه څه نه مو چې اندیښنه درلوده، پیښ شول."

په بروکسل کې د ترهگریزو بریدونو د ترسره کیدلو ځایونه
په بروکسل کې د ترهگریزو بریدونو د ترسره کیدلو ځایونه

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما چې د کیوبا په سفر بوخت دی د کیوبا ولس ته د خپلې تلویزیوني وینا په ترڅ کې د بروکسل بریدونه وغندل او ویې ویل چې د امریکا متحده ایالات به د بروکسل د بریدونو عاملانو ته په سزا ورکولو کې له هیڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مقاماتو ویلي چې امریکایي مقامات له نژدې څخه د بلجیم له مقاماتو سره په تماس کې دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت چې د بلجیم بریدونه له نژدې څاري د امریکا له خلکو څخه یې غوښتي چې په پخلو ټولنو کې د هر ډول مشکوکوفعالیتونو په هکله امنیتي مسؤلینو ته راپور ورکړي.

ددې ادارې مقاماتو ویلي چې د اړتیا په صورت کې د امریکایانو د ژوند د ساتنې لپاره به په امنیتي تدابیرو کې د بدلون راوړلو څخه ډډه ونه کړي.

د افغانستان جمهور رئیس د بلجیم په تروریستي بریدونو باندې په خواشینۍ له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرگنده کړې ده. اود ترهگرۍ پر ضد یې په گډې نړیوالې مبارزې ټینگار کړی دی.

د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي د برکسل د بریدونو په اړوند وویل چې افغانستان د تروریزم د قرباني په صفت د بلجیم د خلکو درد ښه درک کولای شي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په خپل تویتر پاڼه کې د یو پیغام په خپرولو سره د بروکسل بریدونه سخت غندلي او د پیښې د مصیبت ځپلو سره یې خواخوږي څرگنده کړې ده او دا پیښه یې سخته غندلې ده.

اروپایي امنیتي بنسټونو د څو اونیو راهیسې ځانونه د احتمالي بریدونو په وړاندې تیارول او خبرداری یې ورکړی و چې د اسلامي دولت ډله په اروپا کې بریدونو ته تیاری نیسي.

د پاریس د نومبر د میاشتې د بریدونو د یو تورن شخص څخه پلټنو چې څو ورځې وړاندې په بلجیم کې ونیول شو، ښودلي دي چې د پاریس په بریدونو کې د اټکلونو برخلاف زیات شمیر کسان ښکیل وو.

په دې راپور کې د اسوشیتیدپرس او رویترز اژانسونو څخه هم ګټه اخیستل شوې ده.

XS
SM
MD
LG