د لاس رسي وړ اتصالات

نیوزيلنډ د کرکټ د شل اوریز جام سیمي فاینل ته ورسید


.
.

د کرکټ په شل اوریز جام کې د نیوزيلنډ ټيم یوازینی ټیم دی چې پرله پسې دریواړه لوبې ېې وګټلې او د سیمي فاینل په څلور ټیمونو کې اول ځای ونیوه.نیوزيلنډ دا مقام نن د هند په موهالي کرکټ میدان د پاکستان ټیم ته په ۲۲ منډو ورکولو نه پس وګټه.

نیوزيلنډ نن د پاکستان سره مقابلې کې اوله توپ وهنه وکړه او په شلو اورونو کې يي ۱۸۰ منډې وکړې .د نیوزيلنډ د سر لوبغاړی ګپټل ۸۰ منډې وکړې . چې درې شپږیزې او لس څلوریزې پکې وې. بل لوبغاړی ټیلر و چې ۳۶ منډې وکړې. پاکستان لخوا کپتان شاهد افریدي او محمد سمیع دوه دوه د نیوزيلنډ لوبغاړي وسوزول.

نیوزي لینډ پرله پسې هند اسټرالیا او پاکستان ته ماتې ورکړه
نیوزي لینډ پرله پسې هند اسټرالیا او پاکستان ته ماتې ورکړه

پاکستان د ‍۱۸۱ منډو په هدف کې ښه پیل وکړ او شرجیل خان ۴۷ او احمد شهزاد ۳۰ منډې وکړې . خو وروسته نور لوبغاړو ونکړی شو چې هدف ته ورسیږي .شاهد افریدي ۱۹ منډې وکړې. خو ټیم ېې ۲۲ منډې ونکړی شوې چې لوبه وګټي.

د پاکستان کپتان شاهد افریدي ویلي چې دی په شکست خفه دی او وايي چې بیټینګ کې د مشکل دلاسه مو وبایله. شاهد خان دا هم وویل چې اسټرالیا خلاف به اخري لوبه وي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG