د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ شل اوریز جام: انګلستان سیمي فاینل ته ووت


د کرکټ د شل اوریز جام د اوسنيو سیالیو لسو ټیمونو کې درې ټیمونه د سیمي فاینل مرحلې ته ورسیدل. نیوزي لینډ او ویسټ انډیز نه پس د انګلستان ټیم دریم ټيم شو چې سیمي فاینل کې ېې ځای وموند. انګلستان سیمي فاینل ته تګ دپاره نن نوي ډهلي کې سري لنکا ته ماتې ورکړه.

سری لنکا چې د کرکټ د کال ۲۰۱۴ شل اوریز جام قهرمان ټیم دی،وې نشو کړی چې د خپل ګټلي جام ساتنه وکړي او په لومړۍ مرحله کې د سیالیو نه بهر شو. سري لنکا یوازې افغانستان نه د سیالۍ په ګټلو بریالی شو.وروستۍ سیالي ېې سبا د جنوبي افریقه سره ده.جنوبي افریقه هم د سیمي فاینل د مرحلې نه پاتې شوی.

دا کرکټ د شل اوریز جام د اول ګروپ نه د سیمي فاینل دوه ټیمونه معلوم شو چې یو انګلستان او بل ویسټ انډیز دی. خو د دويم ګروپ نه یوازې نیوزي لینډ معلوم شوی او د دویم ټیم فیصله به د یکشنبې په ورځ د هند او اسټرالیا ترمنځ سیالۍ نه پس کیږي.هر چا چې وګټله هغه به سیمي فاینل کې لوبیږي. نور پینځه ټیمونه پاکستان سري لنکا،جنوبي افریقه ،بنګله دیش او افغانستان د سیمي فاینل نه پاتې دي . سري لنکا او جنوبي افریقه یوه سیالي لري او افغانستان خپله وروستۍ سیالي د ویسټ انډیز سره ناګپور کې کوي.

د بنګله دیش ټیم د نیوزي لینډ خلاف یوازې ۷۰ منډې وکړې
د بنګله دیش ټیم د نیوزي لینډ خلاف یوازې ۷۰ منډې وکړې

نن په شل اوریز جام کې اوله سیالي د نیوزي لینډ او بنګله دیش ترمنځ وه چې بنګله دیش پکې د نیوزي لینډ ۱۴۵ منډو په ځواب کې ایله ۷۰ منډې وکړی شوې ،چې دا د کرکټ په روان شل اوریز جام کې د ټولو نه کمې منډې دي .نیوزي لینډ سیالي په ۷۵ منډو وګټله.

دویمه سیالۍ کې انګلستان سري لنکا ته د ۱۷۲ منډو هدف ورکړو خو سري لنکا په لسو منډو هدف نه لرې پاتې شو.سري لنکا د لوبې پیل کې د تاوان سره مخ و خو بیا د میتهیو لوبې ورته هیله مندي پیدا کړه خو تر اخره ېې هیله پوره نشوه.

بلخوا د افغانستان د کرکټ ټیم کپتان اصغر ستانکزی هیله مند دی چې د ویسټ انډیز سره اخري سیالي به یادګاري وي .د هغه په وینا د ناګپور میدان د افغانستان دپاره بختور دی نو ویسټ انډیز سره به هم مساوي مقابله کوي. د افغانستان او ویسټ انډیز سیالي د کابل په وخت دوه بجې شروع کیږي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG