د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال شل اوریز جام لومړنۍ نیمه پای لوبه نن کیږي


د دوه زره شپاړلسم کال د نړیوال شل اوریز جام د سیالیو د پیل نه مبصرین د نیوزلینډ لوبډله غوره ګڼي. نیوزلینډ په روانو سیالیو کې یوازینۍ لوبډله ده چې خپلې څلور واړه ګروپې لوبې یې ګټلي دي او پخپل ګروپ کې په لومړي مقام کې ده.

نیوزلینډ پخپل ګروپ کې هند، استرالیا، پاکستان او بنګلادیش ته ماتې ورکړي خو د همدغو سیالیو په دوستانه سیالیو کې بیا انګلستان نیوزلینډ ته ماتې ورکړیده.

د انګلستان لوبډلې بیا د خپل ګروپ درې لوبې ګټلي دي.‌ د دې لوبډلې تر ټولو غوره او په زړه پورې سیالي د جنوبي افریقا د لوبډلې سره وه چې د سیالې لوبډلې د دوه سوه او دیرش رنزونو هدف یې ورپوره کړ او ریکارډ یې جوړ کړ.

د نیوزلینډ لوبډله د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندۍ په جدول کې دویم او د انګلستان لوبډله بیا په پنځم مقام کې ده. دواړه لوبډلې تر اوسه د شلو شلو اورنو په سیالیو کې څلور ځله مخامخ شویدي چې دوه یې انګلستان او دوه یې نیوزلینډ ګټلي دي.‌

د نیوزلینډ لوبډلې تر دې دمه د شلو شلو اورونو هیڅ نړیوال جام ندی ګټلی خو د انګلستان لوبډلې بیا په دوه زره او لسم کال کې د دغو سیالیو جام ګټلی چې په ویسټ انډیز کې و. د نوي ډهلي د فیروز شاه لوبغالی د توپ وهونکي په ګټه دی او ښایي چې لومړی بیټنګ یا توپ وهنه به غوره لار وي.

لوبه د هند پر وخت د ماښام په اوه نیمو بجو پیلیږي.

XS
SM
MD
LG