د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: په بهرنۍ پالیسۍ کې به ستر بدلونونه راولم


د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ کاندید، ډانلډ ټرمپ وایي امریکا ته د هغو نړیوالو ائتلافونو نه چې د سړې جګړې نه وروسته ایجاد شویدي،” چندانې ګټه نه رسیږي. “ ټرمپ وایي که د جمهوري ریاست انتخابات وګټي، د متحده ایالاتو په بهرنۍ پالیسۍ کې به ستر بدلونونه راولي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ کاندید، ډانلډ ټرمپ د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې وویل چې " د ژنیو د کنوانیسونونو په شمول د یو شمیر نړیوالو پریکړو له وجې امریکایي ځواکونه د جګړې نه ډاروي.

ټرمپ د متحده ایالاتو په بهرنۍ پالیسۍ کې د سترو بدلونونو خبره کوي خو کارپوهان وایي که هغه په ریښتیا هم دا کار وکړي، دا به د متحده ایالاتو په بهرنۍ پالیسۍ کې انقلاب وګڼل شي.

د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند دغه مخکښ کاندید وویل، د متحده ایالاتو زیربناوې د کاره ولیدلې او امریکا نور دا توان نلري چې د نړۍ د پولیسو په حیث فعالیت وکړي.

" د ناټو د تړون نور وخت تیر دی. دا تړون تقریباً شپیته یا پنځه شپیته کاله مخکې جوړ شویدی. د ناټو د اکثره غړيو هیوادونو سره د غم نشته او یوازې د شوروي اتحاد پروا لري چې اوس دغه اتحاد هم له منځه تللی. پس پکار ده چې د ناټو د تړون تشکیلات بدل شي او یا په یوه بهتره شي بدل شي. "

ډانلډ ټرمپ همدارنګه انتقاد کوي چې د امریکا متحده ایالات د جاپان او جنوبي کوریا د امنیت د ساتلو لپاره بیخي زیاتې پیسي لګوي. په همدې حال کې د نړیوالو چارو مبصر تاماس رایټ وایي، ټرمپ د پخوا نه دا شان نظر درلود.

" هغه په منځني ختیځ، اروپا او آسیا کې د امریکا د ائتلافي ملګرو سره غټې ستونزې لري. هغه همدارنګه د متحده ایالاتو په هغو تړونونو او اقتصادي فعالیتونو انتقاد کوي چې پدې تیرو څو لسیزو کې شویدي. ټرمپ غواړي چې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په شان د مستبدو رژیمونو سره نږدي اړیکې جوړې کړي. که هغه دا کار وکړي نو دا به د متحده ایالاتو په بهرنۍ پالیسۍ کې انقلاب وي. "

ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې په مشرانو جرګې کې جمهوري غوښتونکی سناتور جیف سیشنز به په بهرنیو چارو کې د هغه سلاکار وي خو تر اوسه یې د خپل ټول ټیم نومونونه ندي اعلان کړي. ښاغلی رایټ یې دلیل داسې بیانوي.

" دلیل یې دا دی چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند هغه غړي چې د بهرنۍ پالیسې قدرت او واک یې په لاس کې دی، د ټرمپ سره د نظر اختلاف لري. هغوي د ډانلډ ټرمپ د څرګندونو سره موافق ندي. همدا دلیل دی چې هغه نشي کولی د ځان لپاره ريښتینې ډله جوړه کړي. "

کارپوهان پدې باور دي چې که چیرته ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست انتخابات وګټي او د متحده ایالاتو جمهور رئیس شي، د هغه دغه شان د ګوښه توب او انزوا غوښتونکي نظریې به نه یوازې د نړۍ ثبات بلکه د امریکا رهبري به هم کمزورې کړي.

XS
SM
MD
LG