د لاس رسي وړ اتصالات

اسماعیل خان: د ډاکټر نجیب عکسونه مه ځړوئ


د هرات پخواني والي او جهادي قومندان، اسماعیل خان له خلکو غوښتي، چې پر خپلو ګاډو د افغانستان د یوه پخواني ولسمشر نجیب الله تصویرونه ونه ځړوي. هغه په دې اړه نور څه ونه ویل خو نجیب الله یې " د ملت قاتل" یاد کړ.

نوموړي وویل"زه هغو تکنوکراتانو ته، چې له غرب نه راغلي وایم، موږ ته جنګسالار مه وایاست. موږ خپل ملت ته د سولې، یوالي او ورورلۍ پیغام ورکړی او خپل ملت یو موټی غواړو. خو، یوه خبره کوم، موږ خادستان وبخښل او هغوی باید له دغه کار نه ناوړه استفاده ونکړي او د ملت د قاتل، نجیب الله، عکسونه دې د خپلو ګاډو پر ښېښو نه ځړوي. "

په افغانستان کې د بېلابېلو سیاسي او نظامي ډلو د مشرانو تصویرونه خرڅېږي او خلک هم د خپلې خوښې مشرانو تصویرونه خپروي او ځړوي. ځینې خلک د دا ډول تصویرونو خپرول د بیان د ازادۍ یوه برخه ګڼي.

حکومت ته خبرداری

اسماعیل خان، همدغه راز افغان حکومت د سولې په راوستلو او د خلکو د امنیت په ساتلو کې ناکام وباله. د هرات پخواني والي دا خبره هم وکړه، که په هرات کې جنګ زیات شي، هغه به د حکومت له لارښونې پرته وسله پورته کړي.

اسماعیل خان ګواښ وکړ، که په هرات کې جنګ زیات شي، هغه به وسله پورته کړي.
اسماعیل خان ګواښ وکړ، که په هرات کې جنګ زیات شي، هغه به وسله پورته کړي.

نوموړي وویل " نغواړو، چې زموږ ښار دې د کندز، بغلان او نورو ښارونو په څېر له جنګ جګړو سره مخامخ شي. موږ ولسمشر ته وایو، چې موږ له روس او طالبانو سره، د خپل دیني هوډ له مخې او د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره وجنګېدو، له چا مو اجازه وانخیسته، قران د مبارزې اجازه راکړې. که زموږ ټاټوبي ته یې جنګ راوړ، که چا اجازه راکوله یا نه، له تاسو ټولو غواړم، چې مبارزه وکړئ او دښمن ته ماتې ورکړئ."

خو، ځینې سیاسي کارپوهان د اسماعیل خان دا خبرې په حکومت کې هغه ته د څوکۍ د نه ورکولو له کبله بولي.

په هرات کې د سیاسي چارو کارپوه خلیل عمادي وايي" دوی له دې لارې غواړي، حکوت ته ووايي، چې موږ لا هم قدرت غواړو. دوی د مقام د ترلاسه کولو لپاره دا خبرې کوي. "

تر دې مخکې یو بل پخواني جهادي مشر، عبد رب رسول سیاف، په کابل کې ویلي ووکه حالت خرابه شو، د حکومت له اجازې پرته به مجاهدین لاس په کار شي او د ترهګرو پر ضد ودریږي.

XS
SM
MD
LG