جمهور رئیس اوباما ته نن په ریاض کې د سعودي هیات له خوا هرکلی وویل شو.
که څه هم چې په رسمي لیدنه کې هرڅه نورمال ښکاریدل، خو د اوباما د تیرو سفرونو په خلاف دا ځل د هغه دومره تود هرکلی ونه شو.
یوازې د ریاض والي د یوه کمکي هیات سره د جمهور رئیس اوباما د ستړي مه شي دپاره دریدلي و.
د هغه د راتگ ویدیويي خبر هم د دولتي تلویزیون له لارې خپور نه شو چې دا پخپله د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو خړپړتیا ښیي.
د اته ویشتو پاڼو دا سري اسناد، چې د امریکا د استخباراتو په اختیار کې دي، د کانگرس له خوا په یوه رپوټ کی یې هم ذکر شوی، چې په ترڅ کې یې د دوه زره یوم کال د سپتمبر په یولسمه نیټه، پر امریکا باندی په گڼو بریدونو کې د سعودي پر ښکیلتیا باندې د شک وړ ټکي په ډاگه کوي.
دا پداسې حال کې ده چې د سپتمبر د یولسمی د نیټې څیړنیز رپوټ پدې پیښه کې د سعودي د لوړ پوړو چارواکو لاس درلونه رد کړې ده.
هغه په ایرگه نومی ماڼۍ کې د سعودي عربستان د باچا سره وکتل او بیا د بندو دروازو تر شا خبرو ته کیناستل.
سعودي عربستان او متحده ایالات د اوږدې مودې متحد ملگري هیوادونه دي خو پدې وروستیو ددې دوه و هیوادونو په اړیکو کی یو څه کړکیچ هم تر سترگو کیږي.
پر سعودي عربستان باندې د جمهور رئیس اوباما یوه نیوکه دا ده چې د داعش د له منځه وړلو دپاره په کافي او بشپړه توگه زیار نه باسي.
تر څنگ یې سعودي عربستان د ایران سره د وروستی اتمي توافق په خلاف هم و چې د ایران دپاره یې د بندیزونو نه په خلاصیدو د ملیاردونو دالرو په ارزښت د گټې لاره هواره کړه.
جمهور رئیس اوباما د باچا سلمان څخه مننه وکړه چې د خلیج د همکارۍ شورا د عونډی کوربه په توگه ددوي میلمه پالنه کوي. خو د رسمی روغ بړ په ترڅ کې سلمان اوباما ته وویل چې هغه او د سعودي خلک د هغه په راتگ خورا خوشحاله دي. جمهور رئیس اوباما دده په ځواب کې وویل چې هغه هم د امریکا د ولس په استازیتوب د سعودي مشر او خلکو ته خپل سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوي.
ددې شورا په غونډه کې به د خلیج شپږ هیوادونه، سعودي عربستان، کویت، متحده عربي امارات، قطر، بحرین او عمان د سیمه اییزو او نړیوالو مهمو مسایلو په اړه خبرو ته کیني.
د لوړ پوړو چارواکو سره د نن ورځی تر لیدنې کتنې وروسته به سبا ته د پنجشنبې په روځ جمهور رئیس اوباما د خلیج د هیوادونو د همکارۍ په شپږ اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.د مشرانو ترمنځ د خبرو مهم ټکی د ایران په لاس په سیمه کې کړکیچ او په یمن کې د داعش د ډلې سره مبارزه گڼل کیږي. ددې نه وړاندې به دوي پر گڼو ځینو نورو مسایلو هم خبرې وکړي.
دا پداسې حال کې ده چې د جمهور رئیس اوباما ترڅنگ پرون د متحده ایالاتو د د فاع وزیر اشتن کارتر هم ریاض ته ورسید.
هغه د خلیج د همکارۍ د شورا پر هیوادونو غږ وکړ چې د داعش په وړاندی دې په گډې مبارزې کې ور شامل شي.
کارتر همدارنگه دا هیوادونه د عراقي حکومت سره مرستی ته وهڅول څو د هغو سیمو په بیا رغونه کې مرسته وکړي چې داعش ترې په شا تمبول شوي دي.