د لاس رسي وړ اتصالات

آیا ناتو به د روسیې له خوا د گډو همکاریو غوښتنه ومني؟


په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د اویاو هیوادونو څخه استازي برخه لري.
په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د اویاو هیوادونو څخه استازي برخه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرگې لاوروف، نن چهارشنبې، په مسکو کې د روسیې د دفاع د وزارت په کوربه توب، د نړیوال امنتیي کنفرانس د پرانستی پر مهال د وینا په ترڅ کې د ناتو او روسیې تر منځ د گډو همکاریو پر اهمیت ټینگار وکړ.

هغه وویل چې د ناتو سره اړیکې باید د خبرو له لارې ورغول شي نه دا چې مونږ یو بل په نښه کړو او زیاته یې کړه چې دا ممکنه ده چې د متحده ایالاتو او روسیې تر منځ د همکارۍ په مټ داعش له پالمیرا څخه په شا وتمبوو.

پدې کنفرانس کې د ملگرو ملتونو څخه جفري فیلتمن د دې سازمان د عمومي منشي بان کې مون په استازي توب وینا وکړه.

د ښاغلي بان کي مون په پیغام کې، پر ملگرو ملتونو غږ وشو چې د سخت دریځۍ له امله رامنځ ته شوي تاوتریخوالي په وړاندې په وړاندې گډې مبارزې ته ودریږي.

پداسې حال کې چې امنیتي تدابیر مهم گڼل کیږي، فکر کوم ددې دپاره چې زمونږ زیار اغیزمن ثآبت شي نو پکار ده چې په وخت اړیکې ټینگې کړو څو د ترهه گرۍ سرچینې له منځه یووړل شي.

د روسیې دفاع وزیر، سرگی شویگو، په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د دفاع د وزارت پر فعالیتونو رڼا واچوله
د روسیې دفاع وزیر، سرگی شویگو، په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د دفاع د وزارت پر فعالیتونو رڼا واچوله

سرگی شویگو د روسیې دفاع وزیر هم پدې اړه غبرگون څرگند کړ او ویی ویل چې د روسیې دفاع وزارت څو څو ځلې دا وښودله ترهه گر له کومه ځایه مالی ملاتړ تر لاسه کوي او څوک چا ته غلا شوي تیل برابروي. مونږ باید دغو ټولو فعالیتونو ته د گډو همکاریو له لارې د پای ټکی کیږدو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرگي لاوروف، د ناټو او روسیې تر منځ د پراخو همکاریو غږ وکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرگي لاوروف، د ناټو او روسیې تر منځ د پراخو همکاریو غږ وکړ.

پدې کنفرانس کې د اویاو هیوادونو څخه استازي برخه اخلي چې سږ کال یې پنځم ځل گڼل کیږي.

د روسیې د ددفاع وزرات په وینا د دې کنفراس د سږکال د بحث موضوع په ځانگرې توگه په منځني ختیځ کې د ترهگرۍ په وړاندې جگړه ده.

XS
SM
MD
LG