د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او سڼدرس د انډیانا ایالت مقدماتي انتخابات وګټل


د انډیانا ایالت مقدماتي انتخابات په ځانګړي ډول د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندیدانو لپاره ډیر مهم . د رایو د مرکزونو د پرانیستل کیدو نه وړاندې په مطبوعاتو کې داسې تبصرې کیدلې چې دا انتخابات ښایي د ګوند وروستی کاندید معلوم کړي چې هماغسې وشو.

د ګوند د دویم مخکښ کاندید سناتور ټیډ کروز اعلان چې خپله انتخاباتي مبارزه پای ته رسوي، ډیری خلک یې حیران کړل ځکه داسې ویل کیده چې ښایي هیڅ کاندید به لږ تر لږه ۱۲۳۷ استازي ونه ګټي او د ګوند د وروستي کاندید پریکړه به د ګوند په ملي کنوانیسیون کې کیږي.

خو کروز خپلو پلویانو ته وویل چې " نور زمونږ د مبارزې د مخکې تګ لاره ډب شوه." هغه پنځه سوه او دوه اویا استازي درلودل.

ټیډ کروز د مشرانو په جرګې کې د ټکساز د ایالت د خلکو استازی او محافظه کاره نظر یې درلود. د جمهوري غوښتونکو د ګوند ځینو مشهورو غړیو د کروز سره اختلاف درلود. کروز خپلو پلویانو ته په وینا کې د هیڅ کوم کاندید د ملاتړ خبره ونکړه خو د ګوند مخکښ کاندید ډانلډ ټرمپ پخپلې وینا کې کروز " هوښیار او سرسخت رقیب وګاڼه"

ټرمپ وویل چې پخپل ژوند کې یې د سوداګرۍ او ورزش په برخو کې قوي رقیبان درلودل خو په سیاست کې تر کروز پرته د بل جدي رقییب سره نه و مخ شوی. ټرمپ همدرانګه کروز ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې " هغه به ښه راتلونکې ولري. "

ډانلډ ټرمپ پخپلو خبرو کې د دیموکرات د ګوند په مخکښې کاندیدې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن هم انتقاد وکړ او وې ویل چې " هغه په سوداګرۍ نه پوهیږي او ښه جمهور رئیسه به نه وي. " ټرمپ وړاندې وویل چې " اوس مې اصلي رقیبه کلنټن ده او د جمهوري غوښتونکو سره یو لاس یو کړم چې هغې ته ماتې ورکړو. "

ټرمپ د نیویارک په ښار کې خپلو پلویانو ته وویل چې " کمپنۍ به پرې نږدې چې په نورو هیوادونو کې شیان تولید کړي او بیا یې په امریکایانو وپلوري. " هغه د هسپانویانو او تور پوستو امریکایانو سره هم ژمنه وکړه چې " کارونه " به ورته ایجادوي.

دیموکراتان:

د دیموکرات په ګوند کې بیا د مشرانو په جرګې کې د ورمانټ د ایالت استازي برني سڼدرس د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ګوند مخکښې کاندیدې هیلري کلنټن ته ماتې ورکړه. سنډرس درې پنځوس عشاریه یو او هیلري کلنټن نهه څلویښت عشاریه ننهه په سلو کې رایې وګټلې.

ښاغلي سنډرس خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې " که جمهور رئیس شم ، داسې اقتصاد به جوړ کړم چې ګټه یې یوازې شتمنو امریکایانو ته نه بلکې ټولو امریکایانو ته ورسیږي. "

هغه همدرنګه وویل چې د دولتي ښوونځیو په شان دې دولتي پوهنتونونه او کالجونه جوړ شي . سنډرس وویل " زده کوونکي په ډیر زحمت پوهنتون وایي خو کله چې فارغ شي هر یو یې تر سلو زرو امریکایي ډالرو پوروړي کیږي. "

XS
SM
MD
LG